ترينکوټ (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): اروزګان کې امنيتي چارواکي وايي چې په ترينکوټ ښار کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال ٣٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال رحمت شاه قيمتي د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره ورځ د ترينکوټ اړوند د سولې، ګرم اب او نچين په سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
د هغه په وينا چې په دغو عملياتو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي او د يو قوماندان په ګډون ١١ نور يې ټپيان دي.
قيمتي وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يادې سيمې له وسله والو نيول شوي او دولتي ځواکونه د نچين تر مکتبه پورې رسېدلي دي.
نوموړي وويل چې په وژل شوو کسانو کې د ملا حميدالله او ملا اغا جان په نومونو مهم قوماندانان هم شامل دي.
د لوا قوماندان زياتوي چې د وژل شوو وسله والو جسدونه د جګړې په ميدان کې پاتې دي او د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن