جلال اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۹۶): ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د هوايي بريد او ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د افغان ځواکونو "صفر دوه " قطعې د غوڅ ملاتړ په همکارۍ د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیځې څنډې ته د پنج پای په سیمه کې عملیات کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د یوه ډلمشر ګل محمد عدالت په ګډون اووه وسله وال وژل شوي، درې ټپيان او څلور نور افغان ځانګړو ځواکونو ژوندي نيولي دي .
د ځواک د معلوماتو له مخې، ګل محمد عدالت او د هغه تروریستي ډلې په یاده سیمه کې په ډېری جنایتونو، د سړک غاړې ماینونو خښولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود، چې دغه ډله له مخکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې وه.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې څلور داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، پرون ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ ماڼوګانو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه بهرني داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن