کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): ولسي جرګې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي ناسته کې د و لسمشر له خبرو ملاتړ وکړ او يو شمېر وکیلانو د يادې جرګې د ځينو غړو له خوا پر نورو غړو د لګېدلو تورونو د تعقيبېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د ګاونډيانو له رښتينې ملګرتيا سره مشروطه وبلله او د افغانستان او پاکستان تر منځ پر خبرو اترو د ټينګار تر څنګ يې له طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره دې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو سره يو ځاى شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د نيويارک پر وخت يې پرون مازديګر د ملګرو ملتونو ٧٢مې ناستې ته وينا کوله، د افغانستان او سوېلي اسيا هېوادونو په اړه يې د امريکا له نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ.
د ولسي جرګې غړو د ولسمشر له څرګندونو ملاتړ وکړ.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمداکبر ستانکزي وويل: "د ولسمشر له وروستيو څرګندونو ملاتړ کوم؛ ځکه هغه نړيوالو ته د افغانستان او سيمې په اړه ټول حقيقتونه او د افغانانو غږ ورساوه."
په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي، د ولسمشر د خبرو د هرکلي تر څنګ وويل: "ولسمشر چې کومې خبرې وکړې، هيله ده په عمل کې يې هم پلې کړي او يوازې تشې خبرې نه وي."
د دې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود؛ خو په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان وويل: "د ولسمشر له حده ډېره ستاينه ښه کار نه دى؛ ځکه دغه کار او د خلکو د غږ پورته کول د هغه دنده ده."
د ولسي جرګې دويم نايب محمد نذير احمدزي چې د دې جرګې د نننۍ ناستې مشري يې پر غاړه درلوده وويل: "زه د ولسي جرګې په استازيتوب د ولسمشر له دريځ څخه ملاتړ کوم. "
د جرګې د يو شمېر استازو له خوا د يادې جرګې پر نورو استازو تورونه، د ولسي جرګې د نننۍ غونډې د بحث بله موضوع وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې جرګه کې د خوست د خلکو استازي ميربت خان منګل دوې ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې ځينو استازو له نوو نوماند وزيرانو سره داسې معامله کړې ده چې دغو نوماندانو ته به په هغه صورت کې د باور رايه ورکړي چې د دوى کسان پر مهمو چوکيو کې وګوماري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن