کابل (پژواک ٢٩وږى ٩٦): د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي د ټاکنو د خپلواک کمسييون "د ټاکنيزې ملي اجماع " له رامنځ ته کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د چمتووالي له بهير څخه ملاتړ ته ژمنه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ پلاوي مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د باوري، رڼو او ټول شموله ټاکنو ترسره کېدو په موخه نن د ټاکنيزو کميشنرانو، سياسيونو او مدني فعالينو او د ټولنې د نورو غړو په ګډون سره ټاکنيزه ملي اجماع جوړه کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمي منشي د ځانګړي استازي مرستيال پرنيل کارديل چې نن يې په کابل کې د دغې اجماع د پرانيستې په مراسمو کې خبرې کولې، د دغې اجماع له جوړېدو څخه هرکلى وکړ چې د ټاکنو د راتلونکو چارو لپاره موافقې ته د رسېدو لپاره د سلا مشورو د لړۍ په موخه رامنځ ته شوې ده او دغه کار يې د باور او روڼتيا رامنځ ته کېدو په لړ کې يو مهم ګام وباله.
سرچينې د ياد شوې اجماع په اړه جزئيات ورنه کړل او ويې وويل: "باوري ټاکنې، يواځې هغه ټاکنې نه دي چې له تخنيکي پلوه په ښه توګه ترسره شي، بلکې هغه ټاکنې دي چې خلک ډاډه وي چې د ټاکنو پايله د دوى د ارادې ښودنه کوي."
د هغه په وينا، د ټاکنو په برخه کې د پراخې سلا مشورې ورکړه، روڼتيا، د رښتينو، بې پلوه او تکړه چارواکو شتون، هغه عناصر دي چې د ټاکنو په بهير او پايلو يې د باور زياتېدو لامل ګرځي.
نوموړي وويل چې نړيواله ټولنه، د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د چمتووالي له بهير ننګې او ملګرتيا ته ژمنه ده.
هغه زياته کړه، سياسي مشران او نوماندان، د منلو او باوري پايلې درلودونکې پروسې د خونديتوب په لړ کې ستر مسووليت پر غاړه لري.
کارديل وويل: "موږ ټينګ باور لرو چې ټاکنې بايد ترسره شي؛ څو د رايې ورکولو لپاره د خلکو قانوني حق پرځاى شي او دا چې موږ دغه کار ترسره کوو، دليل يې دا دى چې باوري ټاکنې د سولې راوستلو د پرمختګ او ټيکاو لپاره ځانګړى ارزښت لري."
ټاکل شوې ده چې په هېواد کې ولسي او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکې کال د چنګاښ په ١٦مه ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن