ښرنه (پژواک،٢٩وږى٩٦): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر کور بريد کړى چې د يوې ښځې په ګډون درې تنه په کې ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مټاخان په فولاد خېلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان ګل خان پر کور بريد کړى دى.
ده زياته کړه، په دغه بريد کې د ګل خان د دوو زامنو په ګډون درې تنه ټپيان شوي، خو خپله قوماندان ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د فولاد خېلو د کلي اوسېدونکي جان محمد بيا پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.
بل لور ته د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، له ياد شوي بريد څخه دوى ته څلور تنه په ټپي حالت کې ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن