کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د چين سفارت د بدخشان د "درواز" سيمې زيانمن شوو کسانو ته د کورونو جوړولو په اړه د خپل هېواد د چمتووالي اعلان وکړ.
دغه خبرې په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې د اجرائيه رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان ولايت يو شمېر استازو او مخورو پرون (سې شنبې) د هېواد له اجرائيه مشر سره په ليدنه کې د دروازها سيمې د طبيعي پېښو له امله د زيانمن شوو کسانو د نا سم وضعيت په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د طبيعي پېښو د زيانمن شوو کسانو پر وضعيت د غور په موخه نن په کابل کې د چين هېواد له سفير، ياوجينګ سره ليدلي دي.
نوموړي په کابل کې د چين له سفير څه د "دروازها" سيمې د زيانمنو کسانو لپاره چې (نسي، مايمى، شکي، کوفاب او خواحان) پنځه ولسوالۍ په کې شاملې دي، د کورونو جوړولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې بې ځايه شوي کسان اوسمهال له بد وضعيت سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د چين سفير ياوجينګ په دې ليدنه کې د درواز ولسواليو له سيلاب ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې د خپل دولت چمتووالى اعلان کړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د کليو د پراختيا او بيا رغونې وزارت ډېر ژر د چين دولت په مالي مرسته د ١٣٠ کورونو، يوه کلينيک او يوه ښوونځي جوړولو کار پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن