ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ١٢١ سړې خونې جوړې شوې دي

کابل کې ١٢١ سړې خونې جوړې شوې دي

author avatar
20 Sep 2017 - 16:30
کابل کې ١٢١ سړې خونې جوړې شوې دي
author avatar
20 Sep 2017 - 16:30

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۶): د کابل ولايت په پنځو ولسواليو کې د څه باندې ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پيازو د ساتنې لپاره ۱۲۱ سړې خونې جوړې شوې دي.

د دغو سړو خونو د پرانيستې مراسم نن د کابل چهار اسياب ولسوالۍ کې جوړ شوي وو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزير په دې مراسمو کې وويل چې  له يادو سړو خونو ۶۱ په موسهي، ۲۷ په قره باغ، ۱۶ په چهار اسياب، ۱۴ په خاکجبار او درې په بګراميو ولسوالۍ کې په شپږو مياشتو جوړې شوي دي.

هغه وويل چې د دې سړو خونو د لګښت ٥٠ سلنه خلکو او پاتې نور د کرنې وزارت ورکړى.

د ده د معلوماتو له مخې، له يادو سړو خونو ۱۱۶ يې کوچنۍ او نورې يې سترې سړې خونې دي.

د ضمير په وينا، له وړو سړو خونو کې له ١٢ تر ١٥ متريک ټنه او په لويو سړو خونو کې له ٥٠ تر ٦٠ متريک ټنه پياز ساتل کېداى شى. دى وايي چې له دې خونو کېداى شي د کچالو د ساتنې لپاره هم کار واخيستل شي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د سيمې د پراختيايي شورا په مشوره وړې خونې د يو تن لپاره دي او هماغه کس به ګټه ترې اخلي ځکه چې له يوې خوا يې نيمايي لګښت ورکړى او له بلې خوا يې خپله ځمکه ورته ځانګړې کړې ده.

خو سرچينه زياتوي چې هره لويه سړه خونه د ٧ کسانو شريکه ده او دغه کسان هم د سيمې د پراختيايي شورا په مشوره ټاکل شوي دي.

د چهار اسياب ولسوال عبدالخليل مقتدر د يادو سړو خونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، خو د جزئياتو له ورکولو پرته يې وويل چې چهاراسياب کې نورو سړو خونو ته هم اړتيا ده.

د سيمې اوسېدونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د يادې  ولسوالۍ د خيراباد ولسوالۍ يوه بزګر خيرالدين چې په وينا يې شاوخوا لس جريبه کرنيزه ځمکه لري او د کرنې وزارت يوه کوچنۍ سړه خونه ورته جوړه کړې وويل چې تر اوسه  يې د پيازو او کچالو د ساتنې مناسب ځای نه درلود او د پيازو نږدې نيمايي برخه به يې له منځه تله.

هغه زياتوي: "زموږ د شورا مشر په کلي کې ډېرو کسانو ته وويل چې څوک اماده دي چې د سړې خونې د جوړېدو لپاره مځکه ورکړي خو چا تيارى ونه ښود، بيا ما ورته وويل چې زه تيار يم او اوس خوشاله يم چې سړه خونه لرم."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.