ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د محرم ورځو د امنيت لپاره سلګونه داوطلب ځوانان پر  وسلو سمبالوي

حکومت د محرم ورځو د امنيت لپاره سلګونه داوطلب ځوانان پر وسلو سمبالوي

author avatar
21 Sep 2017 - 19:05
حکومت د محرم ورځو د امنيت لپاره سلګونه داوطلب ځوانان پر  وسلو سمبالوي
author avatar
21 Sep 2017 - 19:05

کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د کابل ګارنېزيون وايي چې د محرم ورځو د امنيت ټينګښت لپاره يې ځانګړي تدابير نيولي او دغه راز ٥٠٠ ځوانان هم دې ته حاضر شوي چې په دغه برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د کابل ګارنېزيون عمومي قوماندانۍ سرپرست ډګر جنرال افضل امان نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د ملي اردو سرتېري له ملي امنيت او ملي پوليسو سره په همغږۍ د محرم ورځو په رارسېدو سره ټينګ تدابير نيسي.

هغه وويل: "که چېرې ترهګر له دښمنۍ ډکې هڅې وکړي، څو دا ډول ورځې ګډوډې کړي؛ خو موږ ډاډه يو او انشاءالله دښمن به هېڅکله هم کوم څه ونه کړى شي."

هغه زياته کړه، د محرم ورځو د امنيت ټينګښت لپاره ځينې مدني ټولنې حاضرې شوې چې له ٤٠٠ تر ٥٠٠ پورې ځوانان له موږ سره د امنيت ټينګښت لپاره وګوماري، څو له امنيتي ځواکونو سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

د کابل ګارنېزيون قوماندانۍ سرپرست وويل: "کابل کې مو له دقيقي محاسبې وروسته  ځينې امنيتي خلاګانې ورازولې، د جوماتونو په اړه مو چې کره محاسبه درلوده او ګواښونه چې شتون لري، په اړه مو اړين تدابير  نيولي دي."

جنرال امان له پژواک سره د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه، ټاکل شوې چې يو شمېر دغه داوطلب ځوانان د غوره امنيت ټينګښت په موخه په سپکو وسلو سمبال شي.

هغه وويل: "دا ځوانان د دې لپاره د امنيت ټينګښت لپاره په پام کې نيول شوي، چې د اوسېدو ځاى او سيمې په اړه يې پوره معلومات لري او ټاکل شوې چې له موږ سره له ١٠ تر ١٢ ورځو پورې همکاري وکړي او دا امکان هم شته چې د مذهبي ځايونو او جوماتونو د امنيت په ټينګښت کې له دغو کسانو دايمي ګټه هم واخيستل شي."

د محرم ورځو د امنيت ټينګښت په اړه د امنيتي ځواکونو له لوري د چمتووالي اعلان ترڅنګ، نن لسګونه کسانو کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې په ټينګه سره د محرم د ورځو امنيت ونيسي.

د دغه لاريون يوه ګډونوال او ديني عالم سيد عيسى حسيني مزاري په دغه ناسته کې وويل، امنيتي ځواکونه د جوماتونو او نورو مذهبي ځايونو د امنيت ټينګښت په برخه کې ګام پورته کړي، څو هغه پېښې چې په وروستيو کلونو کې رامنځته شوې؛ تکرار نه شي.

نوموړي دغه راز د کابل ګارنېزيون له لوري يو شمېر داوطلب ځوانانو ته د وسلو د وېش په اړه هيله څرګنده کړه او ويې ويل، هيله ده دا کار غوره پايله ولري.

د محرم مراسم سبا (جمعه) پيليږي. تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير ويس احمد برمک ويلي و، چې امنيتي ځواکونو د دغو مراسمو د امنيت ټينګښت لپاره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې چمتووالى نيولى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.