غزني ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د غزني د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن ميراجان د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جغتو امنيه قوماندان دويم څارن ميراجان نن له غرمې مخکې ولسوالۍ ته پر لاره و چې پر موټر يې ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې ميراجان وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې دا د جغتو ولسوالۍ درېيم امنيه قوماندان دى چې وژل کېږي.
تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان منظور حسين له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوى و او د تېرې پنجشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ بل امنيه قوماندان محمد اسحاق جليلي هم د ماين په چاودنه کې و وژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن