کندهار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، برید تېره شپه ناوخته د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوی دی.
سرچينې زياته کړه چې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، د يادې پوستې پنځه نور پوليس له دغه بريده خوندي وتلي دي.
دى وايي چې وروسته تازه دمي ځواکونه سيمې ته رسېدلي وو او ياده پوسته يې بېرته له وسله والو نيولې ده.
يوې بلې سرچينې ويلي چې وسله والو طالبانو له ځانه سره يو رنجر موټر او پنځه ميله کلاشنکوفونه هم وړي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن