کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): بېلابېل بنسټونه د افغانانو ترمنځ پر يووالي او پيوستون د ټينګار او د امريکا پر نوې ستراتېژۍ د نيوکې تر څنګ د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه، څو له جګړې په لاس اخيستو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
د سياسي ګوندونو د کور ټولنې مسوولين او د مدني ټولنې او ټولنيزې شوراګانو بنسټونو استازو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
د يادې ټولنې د مشرتابه غړى محمد عيار وايي: "يو شمېر معلوم الحال کسان د بهرنيو له امکاناتو او موقع څخه په ګټې اخیستو ځانونه د بېلابېلو قومونو، مذهبونو، سمتونو او ژبو استازي بولي، څو د دوى شخصي ګټې چې شتمني ترلاسه کول او په واک کې د پاتې کېدو فکر دى او د بهرنيانو ګټې چې د جګړې دوام، قتل او د هېواد ويجاړول دي، د قومي، سمتي او ژبني نفاق اچولو له لارې په ويجاړوونکو فعاليتونو لاس پورې کوي."
هغه وايي، عام خلک د ملي يووالي ملاتړي دي، خو د نظام په دننه او بهر يو شمېر داسې ځانګړې کړۍ شتون لري چې قومونو ته لمن وهي او "هغوى افغانان نه دي."
هغه خلکو ته په خطاب کې وويل: "بايد هېڅوک مو هم د قومي اختلافاتو په نوم تېر نه باسي؛ ځکه دوى خپلې شخصي موخې ټاکي."
عيار د افغانانو تر منځ پر ملي يووالي او پيوستون د ټينګار تر څنګ زياته کړه: "افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له هر ډول قومي او مذهبي ستونزو پرته له يوه بل سره ژوند کړى او کوي يې او هېڅوک هم د قومونو تر منځ اختلافونه نه شي رامنځته کولى."
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، څو د هغو حکومتي چارواکو او سياسيونو مخه ونيسي چې د خپل واک د ساتنې او شخصي موخو لپاره قومي اختلافونو ته لمن وهي.
هغه وويل: "موږ د ملي يووالي، د هېواد د خپلواکۍ او سولې ټينګښت پلويان يو، له جګړې ستړي شوي يو او خلک نور د جګړې زغم نه لري."
هغه د کوم شخص او ګوند نوم له يادولو پرته وويل: "کوم کسان چې د سولې مخه ډپ کوي؛ خلک به يې پر وړاندې ودرېږي."
د يادې ټولنې د مشرتابه پلاوي بل غړي شاه محمود پوپل وويل: "يو شمېر څېرې او ګوندونه د خپلو شخصي ګټو او بهرنيانو په غوښتنه غواړي، څو قومي اختلافونو ته لمن ووهي، له هغوى غوښتنه کوو چې قومي تعصبونو ته له لمن وهلو ډډه وکړي؛ ځکه دغه کار د دښمن ژرندې ته د اوبو اچولو په معنا دى."
نوموړي اوسنى حکومت پر ځان غوښتنې تورن کړ او ويې ويل، که چېرې ځان غوښتنې ته دوام ورکړل شي نو د اوسني نظام پر وړاندې به راپورته شي.
پوپل د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه د امريکا نوې ستراتېژۍ ته په اشارې سره وويل: "دا ستراتېژي د جګړې د دوام معنا لري او په جګړې سره د افغانستان ستونزه نه حل کېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن