ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مياخېل: د ننګرهار له پوهنتون څخه اوس د سولې هلې ځلې کېږي

مياخېل: د ننګرهار له پوهنتون څخه اوس د سولې هلې ځلې کېږي

author avatar
21 Sep 2017 - 16:51
مياخېل: د ننګرهار له پوهنتون څخه اوس د سولې هلې ځلې کېږي
author avatar
21 Sep 2017 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وږی ۹۶): د ننګرهار پوهنتون محصلين وايي، هڅې يې پيل کړي چې د سولې لپاره د ښوونځيو د زده کوونکو پر مټ د هغوی کورنيو ته د سولې پيغام ورسوي.

دوی پر دې باور دي چې د ښوونځيو زده کوونکو ته د سولې ارزښت بيانول او هغوی ته د سولې پيغام ورکول په راتلونکي کې د يوې پايه دارې سولې راتګ لپاره زمينه برابرولی شي.

د ننګرهار پوهنتون محصلينو د وږي په ۳۰مه د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت د ښوونځيو زده کوونکو ته د سولې پيغام تر نامه لاندې عملي او نظري زده کړې ورکړې.

دوى وايي له دې چارې يې موخه د ښوونځي زده کوونکو ته د سولې ارزښت ورښودل او ټولنې ته د ننګرهار پوهنتون په اړه نوى فکر ورکول دي.

شاوخوا کال وړاندې له دغه پوهنتونه د کرکې او جګړو غږونه پورته کېدل او تر ډېره د وسله والو د روزلو د مرکز په نوم مشهور شوى و؛ خو د پوهنتون مسولين وايي، هلې ځلې يې پيل کړي، چې د خلکو له ذهنه دغه بد نوم وباسي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل وايي، کال وړاندې يې ځکه د دغه پوهنتون په انګړ کې د سولې مرکز بنسټ ډبره کېښوده، چې د دغه پوهنتون په اړه د منفي تبليغاتو ځواب ووايي.

نوموړي زياته کړه، د همدغه مرکز په مرسته يې د ننګرهار پوهنتون هغه ماحول، چې د وسله والو د روزلو لپاره برابر شوی و، اوس ترې د سولې زده کړې خلکو ته ورکول کېږي.

مياخېل وايي، نن يې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت د جلال اباد ښار د نجونو او هلکانو په اتو ليسو کې د محصلينو لخوا زده کوونکو ته د سولې د عملي او نظري زده کړې بهير پيل کړی او دغه بهير به په راتلونکي کې نورو ښوونځيو ته هم دوام وکړي.

د پوهنتون محصلينو په هر ښوونځي کې زده کوونکو ته په عملي توګه د سولې ارزښت ښوده او دغه راز يې په سوله کې د ژوند له ګټو خبرول.

دوی دغه راز د ښوونځيو په انګړونو کې د پاکوالي کمپاينونه هم ترسره کړل او د سولې ارزښت يې ورته تمثيل کړ.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د څلورم کار محصله ثمينه هم د هغو محصلينو له ډلې وه چې د بي بي هوا په لېسه کې يې انجونو زده کوونکو ته د سولې ارزښت بيانوه.

هغې له پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، چې موخه يې په هيواد کې د يوې تل پاتې او پايه دارې سولې د راتګ لپاره د ټولو کورنيو يو کول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.