ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: په افغانستان کې د هند سياسي او پوځي رول نه غواړو

پاکستان: په افغانستان کې د هند سياسي او پوځي رول نه غواړو

author avatar
21 Sep 2017 - 13:47
پاکستان: په افغانستان کې د هند سياسي او پوځي رول نه غواړو
author avatar
21 Sep 2017 - 13:47

واشنګټن  (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې د هندوستان له هر ډول سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د امريکا په يوه څېړنيز مرکز (د بهرنيو اړيکو شورا) کې د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه د پاکستان او امريکا اړيکو ته په اشارې ويلي چې دا اړيکې ٧٠ کاله پخوانۍ دي، د افغانستان شخړې سره کوم تړاو نه لري.

نوموړي ويلي چې په افغانستان او ټوله سيمه کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان غواړي له امريکا سره  په ګډه کار وکړي.

عباسي په خپل هېواد کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان څخه  بل هېڅ  هېواد ډېره  لېوالتيا نه لري.

د امريکا ولسمشر تېره مياشت د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او ويې ويل چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو مرکزونه شته دي.

د پاکستان لومړي وزير وويل چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده؛ ځکه دوى غواړي چې افغان شخړه د خبرو اترو له لارې هواره شي.

د عباسي په وينا، طالبان افغانان دي او د افغانستان حکومت بايد له هغوى سره د ستونزې  د هواري لارې پيدا کړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د هندوستان له سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د هندوستان لاسوهنې د ستونزو د هواري پر ځاى نورې ستونزې رازېږوي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال تېره اوونۍ يوه کنفرانس ته ويلي وو چې د افغانستان او هندوستان اړيکې د پاکستان پر ضد نه دي.

هغه زياته کړې وه، افغانستان به هېڅکله له هندوستان سره په ګډه پاکستان ته زيان ونه رسوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.