فيض اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د کرنې وزارت وايي چې په بدخشان ولايت کې د نباتي ناروغيو او افتونو د پېژندنې په موخه يې څېړنيزه سروې پيل کړې او له بلې خوا په دغه ولايت کې ٤٠ ډوله طبي بوټي نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان د کرنې رياست د نباتاتو ساتنې څانګې مشر انجنير عتيق الله شېرزاد، نن د کرنې رياست د بوټو ساتنې مسوولينو ته د دغو څېړنو د وسايل او بستو د وېش مراسمو کې وويل چې د سروې عملي کار به دېر ژر د ولايت په ټولو ولسواليو کې عملي او تر يوه کال پورې بشپړ شي.
د بدخشان د کرني مشر انجنير محمد عالم عالمي وويل چې دا سروې د کرنيزو ناروغيو او افتونو پېژندنې لپاره ډېره مهمه ده؛ ځکه چې اوسمهال کرنيز افتونه او ناروغۍ، د بدخشاني کروندګرو عمده ستونزه ګڼل کېږي.
د يوه بل خبر له مخې، په يوه بل يو ورځني نندارتون کې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د ښځو د پياوړتيا مرکز له لوري څلوېښت ډوله طبي بوټي نندارې ته کېښودل شول.
په ياد مرکز کې د ښځو د نوښتونو برخې مشر احمدالدين فيضي وويل چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، کوم بوټي چې په ياد نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي، د ښځو له لوري را ټول شوي او پروسس شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن