مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالان ټولنيز اقتصادي فقر، د سياسي ارادې نشتوالی او د بهرنيو استخباراتو لاسوهنه په افغانستان کې د سولې پر وړاندې ستر خنډونه بولي.
په مزارشريف ښار کې د تلې په لومړۍ نېټه، د سولې نړيوالې ورځې په وياړ د شوې غونډې ګډنوالو د پورته مطلب تر څنګ د ملي ګټو تعريف او ملي فکر ته کار کول د سولې لپاره مهم شرطونه وبلل.
ياده غونډه، چې د بېلا بېلو مدني ټولنو په کوربتوب جوړه شوې وه، ځوانانو، د پوهنتونو محصلينو او دولتي چارواکو پکې برخه لرله.
مدني فعال ضياءالله عارفي د دغې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټولنيز اقتصادي فقر، د سياسي ارادې نشتوالی د سولې پر وړاندې کورنيز خنډونه دي، چې بايد دولت يې په له منځه وړلو کې جدي ګامونه هم واخلي.
نوموړي د دې تر څنګ د بهرنيو لاسوهنه په افغانستان کې د سولې پر وړاندې لا ستر خنډ وباله.
د هغه په وينا، لا هم د پاکستاني استخباراتو تر څنګ د سيمې هېوادونه په افغانستان کې د خپلو هراړخيزو لاسوهنو پر مټ د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
مدني فعاله بصيره پيغام بيا د شته ستونزو پر وړاندې د افغان ولس او دولت تر منځ همغاړېتوب اړين بولي.
نوموړې زياته کړه، چې خلک د سولې پر تړاو د دولت پر هڅو بې باوره غوندې دي، چې بايد دولت دغه باور بېرته په سمه توګه ژوندی کړي.
د هغې په وينا، د ولس هماغه برخه، چې په دولت کې دخيل دي، په خپله د نظام او خلکو تر منځ ستونزې پيدا کوي.
مېرمن پيغام وويل، چې حکومت او خلک دواړه مسوليت لري، چې د نظام ساتنې لپاره تر منځ شته بې باوري له منځه يوسی او د سولې لپاره زمينه برابره کړي.
مدني فعال او د خصوصي پوهنتون استاد جمشيد فردي بيا وايي، چې د ملي ګټو لپاره د تعريف نشتوالی د سولې پر وړاندې ستر کورنيز خنډ دی.
نوموړي زياته کړه: (( کله چې د ملي ګټو لپاره تعريف ولرو، د ملي ګټو لپاره کار وکړ او د اجتماعي عدالت د پلی کېدو جوګه شوو، نو د سولې راوستو لپاره به مو بستر جوړ کړی وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن