جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦) : د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې د افغان کډوالو په يوې لارۍ ډوله موټر کې له دوه کسانو۱۲ميله وسلې ترلاسه شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي، د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړۍ سرحدي لواء اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنو شوو کډوالو لارۍ موټر کې د پلټنې پر مهال ۱۱ ميله تومانچې، ۱ ميل کرينکوف او ۲۲ شاجورونه نيولي دي.
هغه زياته کړه، د وسلو په تړاو له پاکستان نوى راستون شوى کډوال زريالى او دغه راز موټر چلوونکى (معشوق) نيول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د شپږم سرحدي کنډک سرتېرو د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د زرجان په نوم د داعش وسله والې ډلې يو غړی نيولی، چې يادې ډلې ته يې د سرحدي پوستو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوله.
د سرچينې په وينا، نيول شوی کس له دې وړاندې د وسله والو طالبانو غړى او په دې وروستيو کې د داعش له ډلې سره يو ځای شوی و، چې نوموړي په خپلو ټولو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن