غزني ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦): وسله والو طالبانو د غزني په دوو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د جاغوريو او قره باغ ولسواليو تر منځ د باغ عطار په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بریدونو کې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، د پوليسو مرستې ته نور امنيتي ځواکونه رسېدلي او د هغوى بريد يې پر شا تمبولى دى.
د نوري په وينا، په دې جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
د علي محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو د پوليسو يوې پوستې ته اور اچولى او سوځولى دى.
د غزني د ولایتي شورا غړی نصيراحمد فقيري هم وایي چې په دغه برید کې ۵ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، سيمه ييز پولیس پوره تجهیزات نه لري باید دولت ورسره مرسته وکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه څه ندي ویلي.
جاغوري د غزني يوه امنه ولسوالي ده چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په کې نښته نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن