جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۶): د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې پرون مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځای څخه يوې کندې ته لوېدلی دی.
دی وايي، پېښه د یوې کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطي له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې موټر د ډريور په نه شتون کې حرکت کړی او تر یوه ګړنګ لاندې لوېدلی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي او د ښځو، ماشومانو او نارينه و په ګډون په کې ۳۴ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل چې ټپيان د درملنې په موخه د پچيراګام سيمه ييز او جلال اباد ښار ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې يو عيني شاهد سردار خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې لسګونه کسان په ټپي حالت کې ليدلي چې خلکو په موټرو او د ولسوالۍ په امبولانس کې روغتونونو ته انتقالول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن