ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلک: د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پزې راغلي یو

د کندوز خلک: د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پزې راغلي یو

author avatar
24 Sep 2017 - 19:02
د کندوز خلک: د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پزې راغلي یو
author avatar
24 Sep 2017 - 19:02

کندوز (پژواک، ٢ تله ٩٦): د کندوز ځیني خلک وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې غير مسوول وسله وال په ازاد ډول ګرځي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

دغه خلک ټينګار کوي چې حکومت بايد هر څه ژر د غير قانوني وسلو ټولولو په اړه اقدام وکړي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي رحيم الله د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا مسوول وسله وال په ښار کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

رحيم الله وايي: ((د ښار په منځ کې په ازاده توګه ګرځي، دا د خلکو لپاره يو لوى وحشت دى، څو ځلې مو شکايت وکړ خو حکومت تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي، بايد نور جدي اقدام وکړي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکي وحيدالله هم د نا مسوولو وسله والو شتون يوه لويه ستونزه په ګوته کړه او ټينګار یې وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د دغو کسانو مخه ونيسي.

هغه کومه کره بېلګه وړاندې نه کړه خو زياته یې کړه: ((دغه غير مسوول وسله وال د مکتب نجونې ځوروي، خلک وژني، غلاوې کوي، اختطاف او نور هر څه يې چې زړه وغواړي کوي يې، خو څوک يې مخه نه نيسي.))

همدارنګه د کندوز د نورو ولسواليو په پرتله په خان اباد ولسوالۍ کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر دى او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې په تېر يو کال کې د نا مسوولو وسله والو له لوري څو ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زياتوي: ((غير مسوول وسله وال پر هېچا بند او واز نه دي، هر څه چې وغواړي د ټوپک په زور يې په بېچاره خلکو کوي، څو ځلې مو شکايت وکړ خو چا مو تر اوسه غږ نه دى اورېدلى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندي موضوع په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل چې په کندوز ښار کې غير مسوول وسله وال په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه لري.

هغه زياته کړه: ((خو په ولسواليو کې بيا د پاڅونوالو په چوکاټ کې له دولت سره د اړتيا پر مهال همکاري کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.