د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز خلک: د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پزې راغلي یو

د کندوز خلک: د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پزې راغلي یو

Sep 24, 2017 - 19:02

کندوز (پژواک، ٢ تله ٩٦): د کندوز ځیني خلک وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې غير مسوول وسله وال په ازاد ډول ګرځي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

دغه خلک ټينګار کوي چې حکومت بايد هر څه ژر د غير قانوني وسلو ټولولو په اړه اقدام وکړي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي رحيم الله د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا مسوول وسله وال په ښار کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

رحيم الله وايي: ((د ښار په منځ کې په ازاده توګه ګرځي، دا د خلکو لپاره يو لوى وحشت دى، څو ځلې مو شکايت وکړ خو حکومت تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي، بايد نور جدي اقدام وکړي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکي وحيدالله هم د نا مسوولو وسله والو شتون يوه لويه ستونزه په ګوته کړه او ټينګار یې وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د دغو کسانو مخه ونيسي.

هغه کومه کره بېلګه وړاندې نه کړه خو زياته یې کړه: ((دغه غير مسوول وسله وال د مکتب نجونې ځوروي، خلک وژني، غلاوې کوي، اختطاف او نور هر څه يې چې زړه وغواړي کوي يې، خو څوک يې مخه نه نيسي.))

همدارنګه د کندوز د نورو ولسواليو په پرتله په خان اباد ولسوالۍ کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر دى او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې په تېر يو کال کې د نا مسوولو وسله والو له لوري څو ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زياتوي: ((غير مسوول وسله وال پر هېچا بند او واز نه دي، هر څه چې وغواړي د ټوپک په زور يې په بېچاره خلکو کوي، څو ځلې مو شکايت وکړ خو چا مو تر اوسه غږ نه دى اورېدلى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندي موضوع په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل چې په کندوز ښار کې غير مسوول وسله وال په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه لري.

هغه زياته کړه: ((خو په ولسواليو کې بيا د پاڅونوالو په چوکاټ کې له دولت سره د اړتيا پر مهال همکاري کوي.))

قوماندان وايي چې ګارنيزيون او پوليس په ښار او نورو سيمو کې د هر نا مسوول وسله وال د هر ډول فعاليت مخنيوی کوي.

هغه وايي: ((کېداى شي خلکو د کوم دولتي چارواکي ساتونکي په شخصي جامو کې ليدلي وي، موږ غير مسوولو وسله والو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکوو.))

خو حميدي وايي، سره له دې هم په کندوز ښار او ولسواليو کې ١٥٠٠ نا مسوول وسله وال شته دي.

ده وويل چې د يو پروګرام له مخې دوى هڅه کوي څو له دې کسانو وسلې ټولې کړي.

د کندوز تر څنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم نا مسوول وسله وال شته چې د ځانګړو ورځو د نمانځنى پر مهال له وسلو سره لارو او کوڅو ته را وځي او ډزې کوي چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement