ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: پر حکمتيار  دې د بوټ ګزار  قضيه په جدي توګه تعقيب شي

مشرانو جرګه: پر حکمتيار دې د بوټ ګزار قضيه په جدي توګه تعقيب شي

author avatar
24 Sep 2017 - 18:52
مشرانو جرګه: پر حکمتيار  دې د بوټ ګزار  قضيه په جدي توګه تعقيب شي
author avatar
24 Sep 2017 - 18:52

کابل(پژواک،٢تله٩٦): مشرانو جرګې د هرات په جومات کې د حزب اسلامي پر رهبر د يوه کس له خوا د بوټ  ګزار  وغانده او دغه کار  يې د اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل وباله.

د جمعې په ورځ"د وږي په٣١مه " يوتن د هرات په جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د حزب اسلامي پر مشر ګلبدين حکمتيار د هغه د وينا پر  وخت د بوټ  ګزار  وکړ.

 په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي مولوي عبدالله قرلق د جرګې په نننۍ غونډه کې په دې اړه وويل:" د هراتي ځوان دغه عمل د اسلامي او افغاني اصولو خلاف دى او بايد معلومه شي چې دغه کار پلان شوى دى او که څنګه؟  "

حکمتيار دغه کس چې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى، بښلى.

هغه زياته کړه چې په جومات کې لويانو ته سپکاوى، يو نا روا عمل دى او بايد هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې په دې قضيه کې لاس لري.

 په مشرانو جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي مولوي محي الدين منصف هم ورته نظر درلود او ويې ويل:" د هرات د جامع جومات قضيه دې په جدي توګه وڅېړل شي؛ ځکه له دغې پېښې څخه تېرېدل به په هېواد کې د دا ډول قضيو د دودېدو لامل شي."

د هغه په وينا، بايد امنيتي ارګانونه دا معلومه کړي چې دغه هراتى ځوان چا د بوټ ويشتلو ته لمسولى دى.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د دغه عمل د غندنې ترڅنګ وويل:"د جومات دننه دغه بې ادبه کار د شريعت او افغاني کلتور خلاف دى، د جومات دننه هر څوک خوندي دى او څوک هغه ته د سپکاوي حق نه لري، هغه که رهبر وي او يا يو عادي کس . "

 هغه هم د هېواد له امنيتي او کشفي ارګانونو څخه و غوښتل چې د بوټ ويشتلو قضيه دې په جدي توګه وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د هرات د ملي امنيت ادارې يوې سرچينې پژواک ته ويلي:" اوسمهال تورن کس له امنيتي ځواکونو سره دى او د دغې ادارې له خوا هېڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې؛ خو تېره ورځ د حکمتيار د ساتوونکو له خوا ډبول شوى و."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.