هرات (پژواک، ٢ تله ٩٦): هرات کې يوه ٢٤ کلن ځوان پر خپله فېسبوک پاڼه د ژوند د وروستيو خبرو له شريکولو وروسته د تومانچې پر ډز سره خپل ژوند ته د پاى ټکى اېښى دى.
ياد ځوان راشد اريا نومېږي او پر خپله فېسبوک پاڼې د ويډيو خپرولو په ترڅ کې يې له ټولو خپلوانو او ملګرو بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې د ځان وژنې لامل يې له ژونده زړه توري کېدل دي.
ياد ځوان دغه راز ويلي چې د خپل ژوند د بدلون لپاره يې څو ځلې سفرونه هم کړي، خو کوم بدلون په کې رامنځته نه شو.
د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي، پرون ماښام د يوه ځوان مړى ور وړل شوى چې د تومانچې د ډز له امله يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې د ياد ځوان د سر په برخه کې د مرمۍ نښه تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه چې دغه ځوان پر روحي او رواني ناروغۍ اخته و چې په تومانچې سره يې خپل ژوند ته د پاى ټکى اېښى دى.
د شېرزي په وينا، دغه پېښه د هرات ښار په بکراباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، د ځوان مړى له څېړنو وروسته بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام سپېڅلي دين ځان وژنه يو حرام کار او ستره ګناه بللي او هغه يوازېنۍ ګناه ده چې انسان به بيا هېڅکله هم د پښېمانۍ او توبې فرصت ترلاسه نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن