ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو

پکتيا کې د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو

author avatar
24 Sep 2017 - 16:53
پکتيا کې د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو
author avatar
24 Sep 2017 - 16:53

ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٦): په پکتيا کې د ملي پيوستون پر ځای د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو چې د لومړي ځل لپاره به یاد پروګرام د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې پلى شي.

د تلې په دويمه د دغه پروګرام د پرانيستې په غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې خلک بايد د دغه پروګرام له لارې په خپلو سيمو کې د پلي کېدونکو پروژو امنيت وساتي او د سم ترسره کېدو په موخه يې څارنه وکړي.

کټوازي ټينګار وکړ چې د دې پروژو له لارې وسله والو ته د ماليې يا په بل نوم پيسې ورنه کړل شي او د احتمال په صورت کې يې بايد خلک مخه ونيسي.

ده وويل: ((دولت د خلکو د هوساينې او ښه ژوند لپاره کار کوي، هره شورا دې په اخلاص کار وکړي او د فساد او په خراب کيفيت د کار د تر سره کېدو مخنيوی يې مسووليت دی؛ همدارنګه بايد، غلو او مفسدينو ته، که په هر نوم وي، بايد پيسې ور نه کړل شي.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د کليو پراختيا رييس فضل هادي عاصم وويل چې د دغه ملي پروګرام پروژې د کليو د شوراګانو له خوا په احمدابا، سيدکرم، ميرزکې، څمکني او شواک ولسواليو کې د لومړي ځل لپاره پلې کيږي.

عاصم وايي چې شورا په ولسواليو کې د ولسي تړون د شته دفترونو له خوا د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او هرې شورا ته په دوو کلونو کې دوه پروژې ورکول کېږي چې يوه يې روغتيايي او بله به يې ساختماني وي.

ده زياته کړه: ((هرې سيمې ته موږ شورا جوړوو؛ مثلا په څمکنيو ولسوالۍ کې موږ ۱۲۵ شوراګانې لرو؛ شورا يوه صحي او يوه ساختماني پروژه انتخابولی شي، لکه يوه د څښلو د اوبو د څاه او بله د سړک جوړولو پروژه ضرورت ته په کتو ټاکلی شي، چې ورته عملي شي.))

خو د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې يادې ولسوالۍ د وزارت له خوا ټاکل شوي او  په راتلونکو پړاوونو کې به د دغه پروګرام پروژې په مرکز ګردېز،  احمدخېل، ځاځي اريوب، ډنډپټان، جاني خېل، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او زرمت ولسواليو کې هم ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.