ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فيض اباد په ترافيکي پېښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د فيض اباد په ترافيکي پېښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
25 Sep 2017 - 19:12
د فيض اباد په ترافيکي پېښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
25 Sep 2017 - 19:12

فيض اباد (پژواک ٣ تله ٩٦): د بدخشان په مرکز فيض اباد کې په ترافيکي پېښه کې ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند نېک محمد نظري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه کابو يوه بجه د فيض اباد ښار د اتمې حوزې اړوند د يفتل بالا په اړوندې سيمه کې شوې ده.

ده زياته کړه، يو فلاينکوچ ډوله موټر چې ١٦ سپرلۍ په کې وې، له يفتل بالا څخه د فيض اباد ښار په لور روان و، چې په ګُرکشان سيمه کې د لارې د ويجاړتيا او د سرک د تنګوالي له امله يوې کندې ته غورځېدلى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د يوه ماشوم په ګډون ٨ تنه مړه شوي او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ٦ تنه ژوبل دي.

دى وايي، ټپيان ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک دى.

د يادولو ده چې د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې هم، نن سهار د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.