ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او اروزګان کې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار او اروزګان کې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
25 Sep 2017 - 12:06
کندهار او اروزګان کې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
25 Sep 2017 - 12:06

کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۶): په کندهار او اروزګان ولايتونو کې د چاودنو له امله اوو پوليس سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه نن سهار اووه بجې د کندهار ښار د اتمې امنیتي حوزې په ساحه کې ميرويس روغتون ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ساحه کې د اتمې امنیتي حوزې پولیس پر ګزمه بوخت وو چې د ماین چاودنه پرې وشوه.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

خو يوې امنیتي سرچینې بیا پژواک اژانس ته وویل، په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

درانی وايي چې دوه ملکي وګړي پلي روان وو چې د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوي ماین ورباندې چاودنه کړې ده.

دی زیاتوي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي دی. نوموړی زیاتوي چې ټپي د پولیسو له خوا روغتون ته وړل شوی دی.

بلخوا په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پولیسو عملیات کړي او اته وسله وال یې له وسلو سره یو ځای نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، دغه وسله وال د هغو عملیاتو په لړ کې نیول شوي چې د کندهار په شمالي ولسوالیو کې پیل شوي دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال لنډه نښته هم شوې خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې د چاودنې له امله درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.