ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښځو په ژوند کې بدلون راوستل جدي هڅو او کار ته اړتیا لري

د کندهار ښځو په ژوند کې بدلون راوستل جدي هڅو او کار ته اړتیا لري

author avatar
25 Sep 2017 - 16:10
د کندهار ښځو په ژوند کې بدلون راوستل جدي هڅو او کار ته اړتیا لري
author avatar
25 Sep 2017 - 16:10

کندهار (پژواک، ٣ تله ۹۶): که څه هم په تېرو ۱۶ کلونو کې د ښځو په ژوند کې څه نا څه بدلون راغلی خو د کندهار ښځې او اړوند چارواکي یې کافي نه ګڼي او وايي د هغو په ژوند کې د بنسټيز بدلون لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

په کندهار ښار کې تر یوه حده د ښځو د ژوند عمومي وضعیت ښه دی، خو په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او ان د ژوندانه له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

د ښځو پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې په حقوقي برخه کې دي، له کورني تاوتریخوالي کړېږي، له ډېرو ښځینه وو د زده کړې حق اخیستل شوی، ډېرې ښځې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، لوستې ښځې د کار او روزګار کم فرصتونه لري او صنعتکارې ښځې بیا خپلو لاسي صنایعو ته بازار نه لري.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي

د کندهار د ښځو چارو ریاست او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په کندهار کې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې چې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسې مېرمن رقیې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېرې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي کړېږي چې ۸۰ سلنه یې په ولسوالیو کې دي.

هغې زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې قتل، ځان سوځونه ميراث، له کوره تېښته، په کم عمر کې، په زور زیاتي ودول او نور شامل دي.

نوموړې د دغو پېښو د ډېروالي لامل روانه جګړه، بې کاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري افراط او نور ګڼي.

دا وايي، د ښځو چارو ریاست له خپل توان او امکاناتو سره سم د دغه راز پېښو د مخنیوي لپاره هڅې کړې، خو د بشپړ مخنیوي لپاره یې ډېر کار او وخت ته اړتیا ده.

په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال فخرالدين فایض هم وايي چې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کال په کال ډېرېږي.

فایض پژواک اژانس ته وویل: ((دلته دوه خبرې دي؛ یا دا ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی او یا دا چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او د پخوا په پرتله ډېر د دغو پېښو په اړه عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو ته مراجعه کوي.))

خو د ده په خبره، دا حقیقت باید ومنل شي چې دلته له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر دی او لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې دغه حالت بدل شي.

٤٠ کلنه رازقه یوه له هغه کندهاریو مېرمنو ده چې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې ده.

څو میاشتې مخکې پر دغې مېرمنې د خپل خاوند له خوا تېل شیندل شوي او په اور سوځول شوې وه چې اوس روغه شوې ده.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې دغه اوسېدونکې وايي، خاوند یې لومړی پر یوه ډېره عادي موضوع شخړه ورسره وکړه، وروسته دې د پخلي لپاره اور بلاوه چې خاوند یې ناڅاپه راغی تېل یې پرې وپاشل او اور یې ور واچاوه.

دا وايي، څو میاشتې تر درملنې لاندې وه او اوس جوړه شوه، خو له خاونده یې د ژوند لار بېله کړه.

دغه مېرمن اوس له خپل ځوان زوی سره اوسي او په پردیو کورونو کې د کار له لارې خپله نفقه پیدا کوي.

د دې په خبره، دلته ډېرې مېرمنې له ورته تاوتریخوالي سره مخ دي، خو له وېرې خپل غږ نه شي پورته کولای.

روغتیا:

د کورني تاوتریخوالي تر څنګ په کندهار کې د ښځینه وو پر وړاندې بله عمده ستونزه دا ده چې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

د ښځو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، دغه ستونزه په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې ډېره ده، خو په کندهار ښار کې مېرمنې یوه اندازه له روغتیايي خدماتو برخمنې دي.

د دې په خبره، په ولسوالیو کې چې کله ناروغې کېږي او یا یې د ماشومانو د زېږون وخت را رسېږي، داسې مهال روغتون ته رسول کېږي چې ناروغي یې خطرناک حد ته رسېدلې وي.

دا زیاتوي، په ډېرو ولسوالیو کې یا خو روغتیايي مرکزونه کم دي او یا هم کورنۍ نه حاضرېږي چې د ناروغي پر مهال مېرمنې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته ورسوي.

د دې په خبره، له همدې امله په دغسې مواردو کې ډېرې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د هېواد په نورو زونونو کې ځانګړي نسايي ولادي روغتونونه جوړ شوي خو له بده مرغه په کندهار کې دغسې یو روغتون نشته.

هغه زیاته کړه، اوس مهال یوازې د کندهار په میرویس روغتون کې نسايي ولادي وارډ شته چې یوازې د کندهار لپاره هم بسنه نه کوي.

د ده په خبره، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي چې د نورو ناروغانو تر څنګ پرې د نسايي ولادي ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د اسانتیاوو د کمښت له امله ورته په سمه توګه روغتیايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.

د کندهار د میرويس روغتون د نسايي ولادي وارډ مشرې ډاکټر فرشتې باور هم پژواک اژانس ته وویل چې د ځای، امکاناتو او پرسونل د کمښت له امله په ډېرو ستونزو مېندو ته د زېږون پر مهال روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

خو د دې په خبره، له ګڼو ستونزو سربېره توانېدلي چې هره ورځ د میرویس روغتون په نسايي ولادي وارډ کې ۵۲ ولادتونه تر سره کړي چې له دې ډلې په منځنۍ کچه ۵ مېرمنې عملیاتو ته اړتیا پيدا کوي.

دا له مرکزه غوښتنه لري چې د مېرمنو دغه حق ته جدي پاملرنه وکړي او روغتیايي اسانتیاوې ورته ډېرې کړي.

زده کړې

په کندهار کې د ښځینه وو پر وړاندې بله عمده ستونزه له هغوی څخه د زده کړې د حق اخیستل دي.

د ښځو چارو رییسه وايي. کندهار ښار ته له ورڅېرمه ولسوالیو پرته په نورو ولسوالیو کې هیڅ ښځینه زده کوونکې نشته چې دا د دې ټولنې لپاره د یوې غمیزې په معنا ده.

دا وايي، ان په کندهار ښار کې لا ډېرې کورنۍ داسې دي چې په نجونو تر هغه مهاله زده کړې کوي چې بالغې کېږي، خو وروسته یې له زده کړو په نیمايي کې راګرځوي.

نوموړې پژواک ته وویل: ((په کندهار کې شاوخوا ٣٠ سلنه ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوختې دې خو له بده مرغه هر کال له ٤ زره ډېرې ښځينه زده کوونکې د خپلو کورنيو له خوا په نيمايي کې زده کړو پرېښودو ته اړ ویستل کېږي.))

د دې په وینا، دغې ستونزې د نجونو پر زده کړو خورا بد اغېز کړى او د هغوى د لوړو زده کړو مخنيوى يې کړى دى.

بلخوا د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون هم وايي چې په کندهار کې هر کال شاوخوا ۱۳ زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي، خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله په نیمايي کې خپلې زده کړې پرېږدي.

دی زیاتوي، له همدې امله هر کال د کندهار په کچه له دوولسمو ټولګیو شاوخوا ۲۰۰ نجونې فارغېږي چې دا ډېره ټيټه شمېره ده.

دغه راز له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې ان یوه نجلۍ هم له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې او تر ټولو بده دا چې په ولسوالیو کې یوه ښځینه ښوونکې هم نشته.

د کندهار د ښځو چارو ریاست مرستیاله مېرمن لیلما نوري مني چې د ښځو چارو وزارت په وار وار ژمنه کړې چې په کندهار کې به د ښځینه لاسي صنایعو د پېر او پلور لپاره ځانګړی مارکېټ جوړوي چې په خپله صنعتکارانې مېرمنې به یې پر مخ وړي، خو له بده مرغه تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دې پژواک خبري اژانس ته وویل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې د کندهار د ښځو چارو ریاست په نوښت یو ملي سوداګر چمتو شوی چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د خپل سوداګریز مارکېټ یو پوړ د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړی کړي.

دا وايي، په دغه مارکېټ کې به شاوخوا ۶۰ دوکانونه د یوه کال لپاره له کرایې پرته مېرمنو ته په واک کې ورکړل شي، څو هغوی په کې خپل لاسي صنایع وپلوري.

د دې په خبره، په دې توګه به د کندهار د ښځو لاسي صنایع معلوم ادرس او مشخص ځای ولري چې بازار به یې ورسره وغوړېږي او مېرمنې به د دې جوګه شي چې له یوه کال وروسته میاشتنۍ کرایه هم ورکړای شي.

دغه راز دې یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د ښځو لپاره کرنیز فارم جوړ شوی چې لسګونه مېرمنې په کې کار کوي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست، ښځینه مدني فعالانې او نور ټولنیز فعالان په یوه خوله د ښځو د ژوند د ښه کېدا لپاره له دولت او نړیوالې ټولنې د پراخ کار او مرستو غوښتنه کوي او وايي چې د عامه پوهاي په برخه کې باید ډېر کار وشي څو په لومړي ګام کې ښځې خپل حقوق تر لاسه کړي او تر څنګ یې د زده کړې، روغتیا او کار غم وخوړل شي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.