ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې زرګونه کورنۍ د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي

سمنګان کې زرګونه کورنۍ د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي

author avatar
25 Sep 2017 - 16:14
سمنګان کې زرګونه کورنۍ د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي
author avatar
25 Sep 2017 - 16:14

ايبک (پژواک، ٣ تله ٩٦): په سمنګان ولايت کې شاوخوا ٦٠٠٠ کورنۍ د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او که چېرې یې په سيمو کې د ټانکرونو په وسیله د اوبو وېش ودرول شي؛ يادې کورنۍ به د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شي.

د دغه ولايت د کليو او پراختيا رييس انجنير عبدالرب حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې کورنۍ د سمنګان مرکز ايبک او حضرت سلطان او فېروز نخچير ولسواليو په ٣٢ کليو کې د اوبو له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياه کړه چې په يادو ٢٢ کليو کې ٣٨٠٠ کورنۍ په شيرکيار، منقوطن او تايخونک او ٤٠٠ کورنۍ د فېروز نخچير ولسوالۍ په درې کليو او پاتې نورې يې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ژوند کوي.

نوموړي وويل، ياد رياست له تېرو دوو مياشتو راهيسې هره ورځ دغو کليو ته د ټانکرونو په مرسته ٢٤ زره لېتره اوبه ورکوي.

نوموړي وويل چې د ياد رياست دغه ګام د دغو کورنيو له بېځايه کېدو مخنيوى کړى او ويې ويل چې دغه لړۍ به د ورښتونو تر فصل پورې دوام پيدا کړي.

د ايبک د شيرکيار سيمې اوسېدونکي امان الله وويل چې دغه کلي د باران د نه شتون له امله د څښاک اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو سيمو کې د څښاک اوبو ژورې څاګانې نشته؛ ځکه د خوږو اوبو کچه ډېره ټيټه ده او خلک د ډېرو ژورو څاګانو د کيندلو وس نه لري.

هغه زياته کړه، د يادو سيمو خلک د بارانونو اوبه په ځانګړو حوضونو کې جمع کوي او بيا ترې د څښاک اوبو په توګه ګټه اخلي.

نوموړي د کليو او پراختيا رياست له لوري د ټانکرونو په وسيله د اوبو د وېش په اړه وويل چې د دوى کلي ته په يوه اوونۍ کې يو ټانکر اوبه ورکوي، خو بسنه نه کوي او د سيمې اوسېدونکي له شخصي ټانکر لرونکو يو ټانکر اوبه د ٢٠٠ افغانيو په بدل کې پېري.

هغه وويل چې د شيرکيار سيمې له شاوخوا ٦٠ کيلومترۍ څخه په ټانکرونو کې اوبه راوړل کېږي.

هغه له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې په يادو سيمو کې د اوبو د کمښت اساسي حل لپاره ګام پورته کړي.

د کليو د بیارغونې او پراختيا مشر زياته کړه چې د ټانکرونو له لارې د اوبو وېش د يادې ستونزې لنډمهاله حل دى، خو د اساسي حل لپاره يې بايد په سيمه کې څاګانې وکيندل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.