ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د خلکو ډېر تګ راتګ، ننګرهار کې د ګوزڼ په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي

author avatar
25 Sep 2017 - 11:58
author avatar
25 Sep 2017 - 11:58

جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، که څه هم له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو پاکستان ته د خلکو ډېر تګ راتګ د پوليو ګواښونه ډېر کړي دي.

د دغه رياست مسوولينو د تلې په ۳مه په ختيځ زون کې د پوليو واکسين کمپاين د پيل پر مهال دا څرګندونې وکړې او دغه راز يې وويل چې لا هم د ننګرهار  د نهو زره په شاوخوا کې ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي چې د روان کمپاين پر مهال به په ننګرهار کې اووه سوه زره او د ختيځ زون په څلور واړو ولايتونو کې  ۱،۲ ميليونه ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکي واکسين وشي.

نوموړی وايي چې اوس هم په ننګرهار کې د پوليو پېښې ليدل شوې او له دغه واکسينه پاتې کېدونکي ماشومان له خطر سره مخ دي.

د عامې روغتيا رييس د معلوماتو له مخې، پاکستان ته د ننګرهار له لارې د خلکو ډېر تګ راتګ هغه څه دي چې په دغه ولايت کې يې د پوليو ويروس د موجوديت ګواښونه ډېر کړي دي.

هغه وايي، که څه هم له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د پوليو کومه مثبته واقعه نه ده ثبت شوې خو اندېښنه لري، که د ويروس شته والي ته په کتو واکسين په سمه توګه تطبيق نه شي؛ نو شونې ده چې پېښې رامنځته شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال دغه راز وايي چې لا هم د دغه ولايت د څلورو ولسواليو شاوخوا نهه زره ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.

هغه زياته کړه، د پچيراګام ولسوالۍ په پنکزو، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او پاپين، د اچين ولسوالۍ د مامند درې ځينې برخې او د نازيانو ولسوالۍ دوه خولې نازيان هغه سيمې دي چې د وسله والو د موجوديت له امله ورته د پوليو واکسيناتوران نه شي ورتللی.

د عامې روغتيا رييس وايي، پخوا دغه شمېره ۲۲ زره وه؛ خو اوس د سرې مياشتې د رضاکارانو په همکارۍ دغه شمېرې راکمې شوې دي؛ خو لا هم ستونزې شته.

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم دا د رسنيو مسووليت ګڼي چې د پوليو د کمپاين پر مهال د لرو پرتو سيمو خلکو ته د پوليو واکسين د تطبيق پيغام ورسوي.

نوموړی دغه راز د کورنيو پر مشرانو هم غږ کوي چې د خپلو اولادونو د روغ ژوند لپاره دې هغوی ته د پوليو کمپاين په هره دوره کې دوه څاڅکي واکسين وکړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست کارمندې تورپيکۍ بيا پر ميندو باندې غږ وکړ چې بايد د کمپاين په ورځو کې د خپلو اولادونو واکسين ته ډېره پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.