ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کابل د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دى”

“کابل د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دى”

author avatar
25 Sep 2017 - 19:50
“کابل د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دى”
author avatar
25 Sep 2017 - 19:50

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٦): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د اوبو ناسمه کارونه د کابل ښاریان د اوبو له اړخه له ستونزې سره مخ کړي او که سم مديريت نه شي، تر راتلونکو پنځو کلونو به دغه ستونزه د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې ولري.

د اوبو او برېښنا وزير انجنير علي احمد عثماني نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته چې په دغه ښار کې د پاکو اوبو د کمي او کيفي وضعيت څېړلو په موخه جوړه شوې وه، وويل چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو وضعيت ښه نه دى او د اوبو کمښت د کابل ښاريانو لپاره يو بحران رامنځته کړى دى.

نوموړي زياته کړه که تر ځمکې لاندې اوبو د مديريت او د سطحي اوبو د کارونې لپاره دقيقه او هر اړخيزه پانګونه ونه شي، دغه ستونزه به تر پنځو راتلونکو کلونو پورې جدي شي او ښايي هغه وخت د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې ولري.

هغه وويل: "کله چې موږ له ٤٠ سلنه ډېرو بيا را پيدا کېدونکو  (باراني) اوبو څخه کار اخلو، د اوبو ظرف له منځه ځي؛ ځمکه کېني او اوبه د ځمکې تل ته نفوذ نه کوي او کله چې اوبه د ځمکې تل ته لاړې نه شي، هغه وخت په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه کمېږي او دا بیا د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې لرلای شي."

عثماني په ډاګه کړه چې کابل د اوبو له اړخه پر څلورو برخو وېشل شوى او هرکال د دغه ولايت تر ځمکې لاندې  کابو ٢٩ميليونه مکعب متره اوبه ذخيره کېږي؛ خو تر ځمکې لاندې اوبو څخه کار اخيستل کابو ٣٢ميليونه میلیونه مکعب متره دی چې دا د اوبو د لګښت لپاره يو منفي بيلانس دى.

د هغه په وينا، د کابل شمال او سیندونو په چاپېر کې تر ځمکې لاندې د اوبو وضعيت لږ ښه دى؛ خو د څلورمې کارتې او دارالامان په شمول په نورو سيمو کې وضعيت د ډاډ وړ نه دى.

د هغه په وينا: "د اوبو په مديريت کې دوې تطبيقوونکې برخې شته چې يوه د اوبو او برېښنا وزارت چې د اوبو د خونديتوب مسووليت پرغاړه لري."

عثماني وويل چې په کابل کې د اوبو د وضعيت د ښه کېدو، د "شاه وعروس" او شاتوت بندونو د جوړېدو پلان تر لاس لاندې دى.

د هغه په وينا، د شاه توت بند د تفصيلي مطالعاتو کار چې د چهار اسياب ولسوالۍ په للندر سيمه کې موقعيت لري، تېر کال پاى ته ورسېد او د ١٣٩٦کال په تدارکاتي پلان کې شامل شوى دى او هندوستان د دغه بند جوړولو او تمويل لپاره علاقه مندي ښودلې ده.

د راپورونو له مخې، د کابل ولايت په شکر درې ولسوالۍ کې د "شاه و عروس" بند جوړولو کار په ١٣٩١کال کې پيل شوى او هغه مهال چارواکو ويلي وو چې د دغه بند کار په درې کلونو کې بشپړېږي؛ خو تر اوسه نه  دى بشپړ شوى.

عثماني وويل: "تر ځمکې لاندې اوبو څخه په هر صورت ګټه پورته کېږي او دغه اندېښنه د اوبو او برېښنا وزارت او موږ د اوبو مديرانو ته متوجې ته چې تر ځمکې لاندې اوبو د استفادې کچه کمه او د سطحي اوبو زياته کړو."

هغه زياته کړه چې له کابل څخه اوونيز او مياشتني راپورونه ښيي چې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه هره ورځ ښکته ځي، د اوبو کيفيت لا خراب شوى او د تروې او ککړې اوبه د پاکو اوبو پر لور حرکت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.