ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خواجه غار ولسوالۍ کې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

په خواجه غار ولسوالۍ کې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
26 Sep 2017 - 12:45
په خواجه غار ولسوالۍ کې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
26 Sep 2017 - 12:45

تالقان(پژواک،٤تله٩٦): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې  په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې سيمه ييز پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په ګورتېپه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې جګړه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او پوسته يې هم طالبانو نيولې وه.

خو ده وويل چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه ورغلي او پوسته يې بېرته له طالبانو څخه نيولې ده.

ولسوال په ياده جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه  ونه ويل.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې لس پوستې نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيونې پرمهال درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

خواجه غار د تخار ولايت د نا امنو ولسوالۍ له ډلې څخه ده، دغه ولسوالۍ دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د درې ورځو لپاره نيولې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.