ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې امنيتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

فراه کې امنيتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
26 Sep 2017 - 15:39
فراه کې امنيتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
26 Sep 2017 - 15:39

فراه (پژواک، ٤ تله ٩٦): دولتي چارواکي د فراه د بالابلوک عمليات له لاسته راوړنو ډک بولي، خو د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي چې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال چاڼ کړې سيمې پرېيښې او وسله وال طالبان بيرته دغو سيمو ته راغلي دي.

دغه عمليات د "پرېکنده ملاتړ" ماموريت د هوايي ځواکونو په مرسته د افغان دولتي ځواکونو له لوري د روان کال د وږي مياشتې په ٢٧ مه پيل او پرون (د تلې درېيمه) پاى ته ورسېدل.

د پرېکنده ملاتړ ماموريت هوايي ځواکونو او په فراه کې د ملي اردو دويمې لوا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د بالابلوک په شېوان، ګراني او ګنج اباد کليو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه ترسره شوي عمليات پرون مازديګر په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل.

سرچينې ادعا کړې چې په يادو عملياتو کې ٤٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤٣ نور ټپيان دي.

د يادې لوا وياند نورالحق خالقي وايي چې په يادو عملياتو کې د ٨٥ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او ټپي کېدو ترڅنګ، پنځه بېلابېل ډوله موټرونه ويجاړ شوي او دغه راز د وسله والو له لوري ٣٨ ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم شنډ شوي دي.

هغه وويل چې په يادو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د بالابلوک يوه اوسېدونکي سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان، د ملي اردو څلور سرتېري او يو ملکي وګړی وژل شوي دي.

نوموړي وويل چې د دواړو لورو تر منځ نښته کې په شېوان، ګراني او ګنج اباد سيمو کې د خلکو کورونه زيانمن شوي او چاڼ شوې سيمې دولتي ځواکونو بېرته پرېیښې دي.

نوموړي زياته کړه چې د دولت وسله وال مخالفين بېرته يادو سيمو ته راغلي دي.

هغه وايي، د يادو درېيو کليو ډېرى اوسېدونکي چې د جګړې له ډاره نورو سيمو ته کډه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي، د يادو عملياتو په پلان کې د پوستو جوړول شامل نه و، يوازېنۍ موخه يې د دولت وسله والو مخالفينو ته د سخت زيان اړول و، څو په دغو سيمو کې د دوى ګواښونه کم شي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.