ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وردوج ولسوالۍ کې لس زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي

وردوج ولسوالۍ کې لس زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي

author avatar
26 Sep 2017 - 18:34
وردوج ولسوالۍ کې لس زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي
author avatar
26 Sep 2017 - 18:34

فيض اباد (پژواک، ٤ تله ٩٦): د بدخشان ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ شا وخوا لس زره زده کوونکي چې نجونې او هلکان په کې شامل دي، د ښوونې له نعمته  بې برخې دي.

د بدخشان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عصمت الله شرقي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، تر ١٣٩٤ لمريز کال پورې په وردوج ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو په ګډون د ټولو زده کوونکو شمېر لس زره او ٦٠٣ زده کوونکو ته رسېده، چې له دې ډلې يې ٢٨٠٠ زده کوونکې نجونې وې.

نوموړي زياته کړه، له تېرو دوه کلونو راهيسې يادو ښوونځيو کې هيڅ نوي کسان نه دي شامل شوي، دا په داسې حال کې ده چې پخوا به له اته سوه تر زرو نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې شاملېدل.

شرقي زياته کړه، په وردوج ولسوالۍ کې د نجونو د څلورو لېسو، د هلکانو د درې لېسو، دوه ګډو لېسو، پنځو لومړنيو ښوونځيو او يوه منځني ښوونځي په ګډون ١٥ ښوونځي شتون لري، چې د ښوونکو شمېر يې ٢٠٩ کسانو ته رسېده، چې له دې ډلې يې ٤٩ ښځينه ښوونکې وې، خو د پوهنې وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د وردوج ولسوالۍ ښوونکي د يادې ولسوالۍ ګاونډ کې په دندو ګومارل شوې دي.

نوموړي د ياد شمېر محرومو زده کوونکو په اړه وويل: "تر اوسه پورې شا وخوا ٤٠٠ تر ٥٠٠ زده کوونکو پورې هغه زده کوونکي چې د کورنيو اقتصادي وضعيت يې ښه دى، ګاونډ ولسواليو لکه اشکاشم، زيباک، شهدا، بهارک، جرم او فيض اباد ښار ته ځانونه تبديل کړي او په دغو ځايونو کې په زده کړو بوخت دي."

هغه وويل، پاتې نور زده کوونکي د کمزوري اقتصادي وضعيت او په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله محروم دي.

شرقي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "دا د دې ولسوالۍ د خلکو په حق کې ستره جفا ده، له طالبانو هم غواړو چې د دغو ماشومانو برخليک ته پام وکړي او د دغو ښوونځيو د پرانېستل کېدو لپاره اجازه ورکړي."

پر دې سربېره د بدخشان ياد سيمه ييز چارواکي وويل، د دغه ولايت په راغستان، کوهستان، يمګان، تګاب او يو شمېر نورو سيمو کې هم طالبان واکمن دي، خو ښوونځي يې بيا فعاله دي او دغه راز د پوهنې رياست څارنيز پلاوي هم د ښوونځيو له تدريسي جريان څارنه کوي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور چې اوسمهال په بهارک ولسوالۍ کې اوسيږي؛ نوموړى هم مني چې په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي محروم پاتې دي.

خو هغه وايي، که چېرې په ياده ولسوالۍ کې ښوونځي هم پرانېستل شي نو د مسلکي ښوونکو نه موجوديت به اساسي ستونزه وي، ځکه په تېرو دوه کلونو کې ټول مسلکي ښوونکي هم د پوهنې وزارت د پرېکړې پر بنسټ او هم په خپله خوښه په ګاونډ ولسواليو کې پر تدريس بوخت دي او دوى بيا په دغه ولسوالۍ کې دندې ترسره کولو ته چمتو نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.