ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په تېر کال کې له افغانستان څخه کابو ٢٢٠زره بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې”

“په تېر کال کې له افغانستان څخه کابو ٢٢٠زره بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې”

author avatar
26 Sep 2017 - 20:10
“په تېر کال کې له افغانستان څخه کابو ٢٢٠زره بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې”
author avatar
26 Sep 2017 - 20:10

کابل (پژواک،٤تله٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت ښه وباله او ويې ويل چې د دغه بهير پياوړتيا د هېواد د اقتصاد او ملي يووالي د ټينګښت د غښتلتيا لپاره ډېر اغېزمنه ده او په دې برخه کې دې ډېره پانګونه وشي.

سرور دانش دغه موضوع نن په کابل کې په هغو مراسمو کې وکړه چې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي و.

د ولسمشر دويم مرستيال وويل چې په هېواد کې څو کلنه جګړه د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د کمېدو، د دوى ترمنځ د راکړې ورکړې د کچې ټيټېدو او يو د بل له دودونو او کلتور څخه د کمې پېژندنې لامل شوې ده.

خو دانش په تېر کال کې د ګرځندوى صنعت د ښه کېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د احصاييې له مخې په ١٣٩٥کال کې له افغانستان څخه ٢٢١زره بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې چې د پنځوسمې لمريزې لسيزې کلونو کابو دوه برابره ده.

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي په ډاګه کړه چې تېر کال له يو ميليون ډېرو کورنيو سيلانيانو له باغ بابر او کابو يو ميليون نورو د کابل له قرغې بند او نږدې دوه ميليون سيلانيانو د هرات، بلخ، غزني، کندهار او باميانو په ګډون له ولايتونو څخه ليدنه کړې ده.

هغه د دې په بيانولو سره چې د هر بهرني سيلاني راتګ، له ٩کاري موکو سره برابر دى، ويې ويل چې بايد د کلتوري تبادلې، د افغانستان په اړه د منفي تبليغاتو د له منځه وړلو په موخه په هېواد کې د ګرځندوى صنعت ته کتنه بدله شي، څو ډېر شمېر سيلانيان جذب شي.

د ولسمشر دويم مرستيال زياته کړه: "ناامنی، د سيلانيانو لپاره د اړينو امکاناتو کمښت، کمزورې اطلاع رسونه، د تاريخي اثارو ساتنې ته لازمه نه پاملرنه د دغه بهير پر وړاندې ننګونې دي او بايد د حل کېدو لپاره يې په ملي کچه مناسبه پاليسي جوړه او عملي شي."

سرور دانش وویل چې د سيلانيانو زياتېدل د ملي عوايدو د زياتېدو لپاره هم اغېزمن دى او د افغانستان د ګرځندوى صنعت پياوړتيا به نړيوالو ته د وياړلي تاريخي او تمدني مخينې درلودونکي هېواد په توګه ور وپېژني."

نوموړي په هېواد کې د ګرځندوى صنعت په پياوړتيا کې د خصوصي برخې د رول پر ارزښت په ټينګار سره وويل چې خصوصي برخه کولاى شي د سيلانيانو د جذبولو لپاره د لازمو اسانتياوو د رامنځ ته کولو لپاره مناسبه پانګونه وکړي او خپلې ګټې هم ترلاسه کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، ګرځندوى او اداري مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي وويل چې د سيلانيانو د شمېر زياتېدل او له دې لارې د هېواد د ملي عوايدو ډېرېدل د دغه وزارت عمده موخې دي.

نوموړې زياته کړه چې د تلپاتې ګرځندوى ارزښت ته په پام سره په روان (٢٠١٧) زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو کلنۍ ناسته د پراختيا لپاره تلپاتې او ابزاري ګرځندوى په نوم اعلان کړى دى او که دغه بهير په افغانستان کې پياوړې شي، د هېواد د اقتصاد لپاره ډېر مهم دى.

مصطفوي وويل چې په افغانستان کې د ګرځندوى ادارې له جوړېدو څخه له ٦٠ډېرو کالو په تېردو سره سره، په هېواد کې د ګرځندوى صنعت نه دى توانېدلى چې له وخت سره سم پرمختګ وکړي او په دې برخه کې دولت، خلکو او آن نړيوالې ټولنې لازمه ملګرتيا نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.