کابل (پژواک، ۵ تله ۹۶): افغانستان کې غوڅ اکثريت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مهم بولي، خو تر نيمايي ډېر په دې اړه له قانون څخه خبر نه دي او له ٢٧ دولتي ادارو يواځې درې د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د کاميابۍ نومرې لري.
افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کچې لوړېدو لپاره اړينه ده چې اړوند قانون تعديل شي. دغه کمېسيون وايي چې د قانون د تعديل طرحه يې هم جوړه کړې ده.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې توشېح شوى دى. دغه قانون دولتي ادارې اړ باسي چې خلکو او رسنيو ته په لږ وخت کې اړين اطلاعات ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن