پر لاره اچوونکي: د سولې او ترقۍ لپاره د همکارۍ موسسه ) CPD ( او د کابل ښار معارف ریاست
د سولې او ترقۍ لپاره د همکارۍ موسسه يوه پرګټه نه ولاړه او ناپېيلې موسسه ده، چې اصلي موخه يې په افغانستان کې د سولې د
ټينګښت په اړه د هېوادوالو د ذهنيتونو مثبت لوري ته اړول دي او غواړي، چې دغه مثبت بدلونونه د عدالت غوښتنې )اډووکسۍ(،
ظرفیت لوړونې، څېړنې او خدماتو رسولو له لارې را منځته کړي. همدارنګه د سولې او ترقۍ م ؤسسه غواړي، چې د ټولنې ګوښه شويو
وګ ړو)ښځو،ماشومانو،معلولینو،ځوانانو( او هغوکسانو ترمنځ،چې په دولت،ملي شورا او نورو لوړو پوستونو کې کارکوي يو ارتباطي پُل
و اوسي. د موسسې ټولې کړنې دافغانستان د نافذه قوانينو او هغو نړيوالو قوانينو او تړونونو په رڼا کې تر سره کېږي، چې د افغانستان
دولت يي پلي کولو ته ژمن دی.
د سولې او ترقۍ لپاره د همکارۍ موسسې د کابل ښار معارف ریاست او د کابل ښار معارف د بدني روزنې عمومي مدیریت سره په
نږدې همغږی د کابل ښار د نجونو لېسو ترمنځ د والیبال سیالۍ په لاره واچولې، چې پدې سیالیو کې د ۶۱ تعلیمي حوزو څخه ټیمونو
ګډون وکړ او دغه سیالۍ د دوه حذفي یا ډبل ناک اوټ په سیستم تر فاینل پورې وړاندې لاړې. نو ستاسې قدرمن حضور څخه په
درنښت غوښتنه کیږي چې د فاینل لوبې او جوایزو ویشغونډه کې ګډون وکړئ او دغه لوبه او مراسم تر خبري او سپورټي پوښښ
لاندې راولئ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن