ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه قاچاق وړونکي وژل شوي

پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه قاچاق وړونکي وژل شوي

author avatar
27 Sep 2017 - 17:09
پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه قاچاق وړونکي وژل شوي
author avatar
27 Sep 2017 - 17:09

ګردېز(پژواک،٥تله٩٦): په احمد ابا ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريد کې څلور وسله وال وژل شوي او هغه هاموې موټر يې له منځه وړل شوی، چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې لاس ته ورغلی و.

د پکتيا ولايت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا بريد د يادې ولسوالۍ د زرګل تنګي په سيمه کې شوی او د وسله والو طالبانو ځينې وسلې او مهمات هم په کې له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لورته د پکتيا د والي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په يوه بله پېښه کې د مرکز ګردېز اړوند په تېره سيمه کې د پوليسو او نشه يي توکو د قاچاق وړونکو تر منځ په نښته کې، دوه قاچاقبر وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي،قاچاق وړونکو غوښتل چې زر کيلو ګرامه چرس د پکتيا له لارې بل ځای ته ولېږدوي، خو د کشفي راپورونو پر اساس د پوليسو له خوا تعقيب او په نښه شول.

سرچينه وايي چې لومړی قاچاق وړونکو پر امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې، خو د مقابل لوري په ډزو کې يې دوه کسان وژل شوي او ټول نشه يي توکي له يو پيک اپ موټر، دوه کلاشينکوفونو او يو بل کس سره نيول شوي دي.

که څه هم په پکتيا کې نشه يي توکي نه کرل کيږي، خو دا څووم ځل دی چې له ګاونډيو ولايتونو او نورو سيمو څخه د دې ولايت له لارو نورو ځايونو ته د لېږد پر مهال نشه يي توکي يا قاچاق وړونکي يې نيول کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.