ګردېز (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ولايتي شورا، قومي مخورو او د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو ګڼو ځوانانو د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله يوويشتم تلين ونمانځه.
دوی ډاکتر نجيب د ډيورنډ کرښې د نه لاسليک قرباني او هېوادنيو ګټو ته ژمن مشر ياد کړ او له حکومته يې په کلکه غوښتنه وکړه چې د نوموړي ياد او تلين دې په رسمي مراسمو ونمانځي.
ګډونوالو وويل چې د پخواني ولسمشر نجیب د وژنې قضيه نړيواله ده او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې د نوموړي د وژلو عاملين پيدا او په نړيواله محکمه کې يې محاکمه کړي.
دوی بيا هم د پخواني ولسمشر نجيب الله په نوم د يو پوهنتون او څلورلارو نومولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې پخواني جنرال اخترګل احمدزي وويل چې د هېواد د حالاتو په اړه د نجيب ټولې وړاندوينې پر واقعيت بدلې شوې.
هغه وايي، سره له دې چې هغه مهال يې وسله والې ډلې سولې ته رابللې، خو هغوی د نورو په لارښوونه او مداخله جګړې ته دوام ورکړ چې له امله يې افغانستان لا هم د ګڼو ستونزو په ګرداب کې دی.
احمدزی وايي چې په هېواد کې له هغه مهاله د اسلام په نوم پيل شوې د ګاونډيو او لرو هېوادونو د ګټو پر اساس د افغانانو او اسلام د تضعيف جګړه روانه ده او له وسله والو ډلو غواړي چې واقعيتونه درک کړي او سوله وکړي.
دی وايي: ((د نجيب الله سياست او فعاليت اسلامي، انساني او افغاني و، نوموړي د سولې او ورورولۍ ډېرې چيغې وکړې، هغه څه چې اوس يې خلک غواړي، شهيد نجيب د هېواد د سوکالۍ لپاره ډېر مخکې کار ورته کاوه.))
دغه راز په دې غونډه کې د سياسي چارو کارپوه سميع الله احمدزي وويل چې ډاکتر نجيب د وخت د حالاتو، جګړې او راتلونکو ناورينونو په اړه په ډېر څه پوهېده او د يوه څو اړخيز او منظم پلان له مخې وژل شوی دی.
احمدزی وايي نجيب يو فکر دی او ځوان کهول به يې د وطنپالنې او او وطن ساتنې فکر ته دوام ورکوي.
دی له حکومته غواړي چې د ولسمشر نجيب مقبره، شاوخوا او مقبرې ته ورغلی سړک جوړ او خلکو ته يې د ورتلو او زيارت زمينه برابره کړي.
ده وويل: ((شهيد نجيب د ډېورنډ کرښې قرباني شو، خو بدبختانه دولت د نوموړي د وژنې مبهمې پېښې ته هېڅ پام نه دی کړی او کيسه يې هماغسې مبهمه پاتې ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن