ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په چنداول سيمه کې چاودنې درې تنه وژلي او ګڼ شمېر ټپيان کړي

د کابل په چنداول سيمه کې چاودنې درې تنه وژلي او ګڼ شمېر ټپيان کړي

author avatar
28 Sep 2017 - 19:54
د کابل په چنداول سيمه کې چاودنې درې تنه وژلي او ګڼ شمېر ټپيان کړي
author avatar
28 Sep 2017 - 19:54

کابل (پژواک ٦ تله ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په چنداول سيمه کې د نن ماښام په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه ١٦ ژوبل دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نجيب دانش په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه چاودنه، نن کابو شپږ نيمې بجې د لومړۍ ناحيې اړوند د چنداولو تکيه خانې ته څېرمه شوې ده.

د ده په وينا، چاودنه د پوليسو په رينجر موټر کې د ځاى په ځاى شوي مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې، چې موټر يې ويجاړ کړى او سوځولى دى.

هغه زياته کړې، په دې چاودنه کې دوو پوليسو او يوه غير نظامي کس ژوند له لاسه ورکړى او همدارنګه ١٤ ملکيان او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

تراوسه پورې د دې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.