ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي

په فراه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي

author avatar
28 Sep 2017 - 13:37
په فراه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي
author avatar
28 Sep 2017 - 13:37

فراه (پژواک، ٦ تله ٩٦): تېره شپه د فراه په مرکز کې پر يوه امنيتي پوسته د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري د دغه ټکي د څرګندولو تر څنګ وويل چې بريد فراه ښار ته څېرمه په شاه ولي کلي کې شوى دى.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپيان د فراه ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د پنځو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ،  يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستۍ يوه اوونۍ کې په فراه کې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د طالبانو بريدونو کې ٢٥ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.