جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۹۶): د ننګرهار د حج او اوقافو رييس وايي، په افغانستان کې د جهاد په اړه د پاکستاني عالمانو فتوا د اسلام خلاف عمل دی او بايد چې پاکستاني عالمان له دې چارې لاس واخلي.
په دې وروستيو کې پاکستاني ديني عالمانو يو ځل بيا په افغانستان کې د جهاد د روا والي په اړه فتوا ورکړې او په پاکستان کې يې د دولت ضد کړنې نامشروع عمل ګڼلی دی.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني چې د تلې په ۶مه يې په جلال اباد ښار کې له امنيتي ځواکونو د ديني عالمانو د ملاتړ په يوه لويه غونډه کې وکړې او دغه راز يې د حکومت په مشروعيت کې د عالمانو رول مهم ياد کړ.
مولوي حقاني وويل، د پاکستان ديني عالمان د دغه هېواد د استخباراتي شبکې (ISI) په اشاره په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي چې دغه عمل يې د اسلام خلاف او په قرانکريم او احاديثو کې ښکاره لاسوهنه ده.
نوموړي زياته کړه: ((هغوی په خپل هېواد کې د جهاد فتوا نه ورکوي او هلته چې څوک د حکومت پر ضد جګړه کوي، هغوی پوډريان، لوچکان او جاهلان بولي خو چې څوک د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي، هغه مجاهد بولي.))
هغه په خواشينۍ سره وويل چې دوى د دين او د الله د احکامو تحريف کوي.
مولوي حقاني له افغان ديني عالمانو وغوښتل چې د خپل حکومت تر څنګ دې ودرېږي او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي؛ ځکه د دوی په موجوديت کې جومات ته تګ شونی دی، مدرسې فعالې دي او دين پر مخ ځي.
غونډې ته د وينا پر مهال بل ديني عالم شيخ محمد صادق هم د پاکستاني عالمانو دغه کړنه له اسلام سره په ټکر کې وبلله او دا يې د دغه هېواد د استخباراتي شبکې فرمايشي کړنه ياده کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن