ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

پکتیا کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Sep 2017 - 13:34
پکتیا کې ۱۵ وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Sep 2017 - 13:34

ګردېز (پژواک، ٦ تله ٩٦): مسوولين وايي چې د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوايي بريد پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريد تېره شپه د جاني خېلو په کړکي سيمه کې شوی او وسله والو ته پر مرګ ژوبلې سربېره يې دوه ميله دهشکې او ځيني نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دی وايي: ((په سيمه کې عمليات روان دي، د پرله پسې عملياتو او ضربو له امله وسله والو ته ډېر زيانونه اوښتي او سخت ځپل شوي دي.))

د وسله وال طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ويلي.

جانې خېل د پکتيا لرې پرته سرحدي ولسوالۍ ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کې وسله وال د ولسوالۍ د سقوط له امله زيات شوي، خو په تېرو څو ورځو کې دا څويم ځل دی چې په هوايي بريدونو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.