فراه (پژواک، ۷ تله ۹۶): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په بریده کې نهه پولیس وژل شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط د تلې په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو له خوا پر یادې پوستې برید تېره نیمه شپه پیل شو او تر ساعتونو یې دوام درلود.
د هغه په خبره، د نن سهار د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په یاده برید کې د ملي پولیسو نهه سرتېري وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره بیولي دي.
د سیمې دغه اوسېدوکی زیاتوي چې یاده پوسته بشپړه سقوط شوې، مهمات او وسلې یې هم طالبانو وړي دي.
پژواک پر اړیکو نیولو سربېره هم ونه شو کولای د سیمه ییزو مسوولینو نظر واخلي.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا پر وروستیو نا امنیو او د جګړې پر زیاتوالي اندېښنه ښيي.
د فراه ولایتي شورا منشي او غړی دادالله قانع له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي پر پوسته د وسله والو مخالفینو په برید کې اووه پولیس وژل شوي او څلور نور طالبانو ژوندي نیولي دي.
د فراه ولایتي شورا دغه غړي د دې ډول پېښو رامنځته کېدو لامل د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ د رهبرۍ ضعف وباله او زیاته یې کړه چې دوی نه شي کولی یو سم مدیریت رامنځته کړي څو د پولیسو د تلفاتو مخه ونیول شي.
نوموړی زیاتوي چې طالبان له تېرو پنخو شپو راهیسې هره شپه په تاکتیکي ډول یوه یوه پوسته تر برید لاندې راولي خو د ولایت رهبري د دغو پېښو د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
د تایید شوو راپورونو له مخې، په فراه ولایت کې په تېرو پنځو شپو کې په پرله پسې ډول د پوستو د سقوط له امله ۴۰ پولیس وژل شوي، د وسلو او مهماتو تر څنګ لس پولیس نیول شوي او ځیني پولیس ټپیان شوي دي.
دغه راز طالبانو د تېرې شپې د برید مسوولیت منلی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه یې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې نهه پولیس وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن