د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: خلک او نړیوال همکاران له موږ د عملي اقداماتو غوښتونکي دي

ولسمشر غني: خلک او نړیوال همکاران له موږ د عملي اقداماتو غوښتونکي دي

Sep 29, 2017 - 09:57

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): د قانون حاکمیت عالي شورا په غونډه کې چې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه، له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تصویب تر څنګ دا هم یاده شوه چې نړیوال همکاران له فساد سره په مبارزه کې له افغانستانه د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

د قانون حاکمیت او له فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه پرون مازدیګر د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

په  هغې خبرپاڼه کې چې نن (د تلې ۷مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي چې په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ، د ملي تصدۍ ریاست او امرخیل شرکت ترمنځ حقوقي دعوې او له اداري فساد څخه د رامنځته شويو درنو جرمونو د  تعریف مقررې په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه کاږي چې دې غونډه کې لومړی د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې وې ویل، د یادې ستراتیژۍ پر متن دوه اوونۍ کار شوی، اصلاح شوی او اوس چمتو دی.

دانش زیاته کړې، د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژۍ د محتوا په اړه له عدلي او قضایي ارګانونو سره دوه غونډې شوې او د نړیوالو او مدني ټولنې بنسټونو د همکارانو نظریات په لیکلي ډول غوښتل شوي او له مدني ټولنې سره هم په دې اړه ناسته شوې ده.

هغه څرګنده کړې، ټولو همکارانو د دې ستراتيرۍ د مسودې د ستاینې تر څنګ په دې برخه کې خپل وړانديزونه هم مطرح کړي چې ځیني یې منل شوي هم دي.

سرچینه کې راغلي چې وروسته د سترې محکمې ريیس سید یوسف حلیم، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د دې موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل لیدلوري یې مطرح کړل.

دغه راز ولسمشر غني د هغوی د خبرو او نظرونو له اورېدو وروسته وویل: ((مهمه مسئله دا ده چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې داسې حرکت پیل شي چې د لیدلو او اندازه ګیرۍ وړ وي.))

ولسمشر څرګنده کړه، خلک او نړیوال همکاران  له موږ څخه د عملي اقداماتو غوښتنه لري او ټینګار یې وکړ چې ټولې ادارې باید له اداري فساد سره د مبارزې پلان ولري او له اداري فساد سره د موثرې مبارزې لپاره د ځینو قوانینو مرور او اصلاح ته اړتیا ده.

هغه په ټینګار سره وویل، د فساد پر ضد مبارزه کې باید واقع ‎بینه و اوسو او د معیارونو پر بنسټ اقدام وکړو.

د ولسمشر په وینا چې د اقداماتو د څارنې په خاطر به مدنې ټولنې او رسنیو ته زیات فرصت ورکړل شي او له مدني ټولنې یې وغوښتل چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د څار په خاطر ځانګړې طرحه وړاندې کړي.

غني څرګنده کړه چې په هرو شپږو میاشتو کې باید د اقداماتو په اړه  د راپور ورکولو یوه پراخه ناسته ولرو او زیات تمرکز وشي څو د لمس وړ پایلې ترلاسه شي.

دغه راز د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي هم تصویب شوه.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست محمد حمید طهماسي د ملي تصدۍ ریاست او امرخېل شرکت تر منځ د حقوقي دعوې موضوع غونډې ته وړاندې کړه.

د سترې محکمې ريیس، د عدلیې وزیر او د دولت د قضایاو ريیس د دې حقوقي دعوې د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل او غونډې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې ترانسپورټ وزارت دې دا موضوع د عدلیې وزارت له لارې تعقیب کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له اداري فساد څخه د رامنځته شوو درنو جرمونو د تعریف مقرره د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي غونډې ته وړاندې کړه.

هغه وویل، د لويې څارنوالۍ او له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ګډې کمېټې پر دې مقرره کار کړی او دا مقرره مرسته کوي چې د جرمونو په کشف کې زیات چټکت شو.

غونډې پرېکړه وکړه چې یاده مقرره دې په طرزالعمل واوړي او عدلي او قضایي ارګانونه او د کورنیو چارو وزارت دې په ګډه پرې زیات بحث وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement