ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: خلک او نړیوال همکاران له موږ د عملي اقداماتو غوښتونکي دي

ولسمشر غني: خلک او نړیوال همکاران له موږ د عملي اقداماتو غوښتونکي دي

author avatar
29 Sep 2017 - 09:57
ولسمشر غني: خلک او نړیوال همکاران له موږ د عملي اقداماتو غوښتونکي دي
author avatar
29 Sep 2017 - 09:57

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): د قانون حاکمیت عالي شورا په غونډه کې چې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه، له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تصویب تر څنګ دا هم یاده شوه چې نړیوال همکاران له فساد سره په مبارزه کې له افغانستانه د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

د قانون حاکمیت او له فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه پرون مازدیګر د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

په  هغې خبرپاڼه کې چې نن (د تلې ۷مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي چې په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ، د ملي تصدۍ ریاست او امرخیل شرکت ترمنځ حقوقي دعوې او له اداري فساد څخه د رامنځته شويو درنو جرمونو د  تعریف مقررې په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه کاږي چې دې غونډه کې لومړی د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې وې ویل، د یادې ستراتیژۍ پر متن دوه اوونۍ کار شوی، اصلاح شوی او اوس چمتو دی.

دانش زیاته کړې، د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژۍ د محتوا په اړه له عدلي او قضایي ارګانونو سره دوه غونډې شوې او د نړیوالو او مدني ټولنې بنسټونو د همکارانو نظریات په لیکلي ډول غوښتل شوي او له مدني ټولنې سره هم په دې اړه ناسته شوې ده.

هغه څرګنده کړې، ټولو همکارانو د دې ستراتيرۍ د مسودې د ستاینې تر څنګ په دې برخه کې خپل وړانديزونه هم مطرح کړي چې ځیني یې منل شوي هم دي.

سرچینه کې راغلي چې وروسته د سترې محکمې ريیس سید یوسف حلیم، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د دې موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل لیدلوري یې مطرح کړل.

دغه راز ولسمشر غني د هغوی د خبرو او نظرونو له اورېدو وروسته وویل: ((مهمه مسئله دا ده چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې داسې حرکت پیل شي چې د لیدلو او اندازه ګیرۍ وړ وي.))

ولسمشر څرګنده کړه، خلک او نړیوال همکاران  له موږ څخه د عملي اقداماتو غوښتنه لري او ټینګار یې وکړ چې ټولې ادارې باید له اداري فساد سره د مبارزې پلان ولري او له اداري فساد سره د موثرې مبارزې لپاره د ځینو قوانینو مرور او اصلاح ته اړتیا ده.

هغه په ټینګار سره وویل، د فساد پر ضد مبارزه کې باید واقع ‎بینه و اوسو او د معیارونو پر بنسټ اقدام وکړو.

د ولسمشر په وینا چې د اقداماتو د څارنې په خاطر به مدنې ټولنې او رسنیو ته زیات فرصت ورکړل شي او له مدني ټولنې یې وغوښتل چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د څار په خاطر ځانګړې طرحه وړاندې کړي.

غني څرګنده کړه چې په هرو شپږو میاشتو کې باید د اقداماتو په اړه  د راپور ورکولو یوه پراخه ناسته ولرو او زیات تمرکز وشي څو د لمس وړ پایلې ترلاسه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.