ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : فراه او باميانو کې ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
30 Sep 2017 - 13:24
author avatar
30 Sep 2017 - 13:24

باميان، فراه (پژواک، ٨ تله ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي چې په فراه او باميانو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې ٣٢ وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي دي.

د فراه والي ډاکټر محمد عارف شاه جهان له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، پرون د هوايي ځواک او فراه ولايت کې د مېشتو ملي اردو ځواکونو په کمين کې د دغه و لايت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې ٢٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه،په دغه بريد کې د وسله والو مخالفينو د يوه رېنجر موټر په ګډون ١٢ بېلابېل ډوله موټر هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي، چې د وسله والو ځينې مړي تر اوسه پورې په سيمه کې پاتې دي او د ځينو نورو مړي يې د فراه مرکز ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وويل، د وسله والو مخالفينو د ځينو جګړه ييزو وسايلو د له منځه تلو سربېره د اردو سرتېرو يوه اندازه وسلې لکه ٨٢ متري توپ، څلور ميل پيکاوې، څلور ميل راکټونه، يو کلاشينکوف او بېلابېلې مرمۍ هم ترلاسه کړې دي چې په دغو وسلو کې د روسيې جوړ شوى لېزري دوربين هم شامل دى.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، د دولتي ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او دغه راز څلور موټر ويجاړ شوي دي.

دغه راز د باميانو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د وسله والو مخالفينو له لوري د دغه ولايت د شېبر ولسوالۍ د پوليسو پر پوستو ډله ييز بريد په شا تمبول شوى دى.

د شېبر ولسوال محمدعظيم فريد وويل، له پرون سهاره د شپې تر نهو بجو پورې د وسله والو طالبانو له لوري د شېبر ولسوالۍ پر سنګپر سيمه بريدونه پيل شوي وو، چې له امله يې يو پوليس او پنځه طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې د مېشتو طالبانو له لوري هم د شېبر پر امنيتي پوستو بريدونه پيل شول چې د مرستندويه ځواکونو په رارسېدو سره له سيمې وتښتېدل.

د شېبر ولسوال وويل، د بريد کوونکو شمېر به شا وخوا ٨٠ تر ١٠٠ کسانو پورې وو، چې د امنيتي ځواکونو د بريدونو په پايله کې شاتګ ته اړ شول. په روان کال کې دا لومړى بريد دى چې د شېبر ولسوالۍ پر امنيتي پوستو ترسره او له ماتې سره مخ کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.