کابل (پژواک، ٨ تله ٩٦) : دامريکا دفاع وزير يو ځل بيا ويلي چې روسيه او ايران اوس هم په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
د امريکايي رسنۍ (وال سټريټ ژورنال) د راپور له مخې، د ا مريکا دفاع وزير جيمز مټيس چې څو ورځې مخکې افغانستان ته يې سفر کړى و، دغه څرګندونې د ناټو او امريکايي ځواکونو له قوماندانانو سره د خبرو او ليدنو پر مهال کړې دي.
د ناټو له سرمنشي سره يو ځاى افغانستان ته د سفر پر مهال د امريکا دفاع وزير له ولسمشر اشرف غني، دفاع وزير او نوروافغان چارواکو سره يې د امريکا د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې او د روانې جګړې د پاى ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.
سرچينې ويلي، د دې سفر پر مهال د امريکا دفاع وزير په خپلو څرګندونوکې پر روسيې او ايران نيوکې کړي چې اوس هم له وسله والو طالبانو سره د وسلو مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم تر دې مخکې دا ډول څرګندونې کړې وې.
جنرال نېکولسن د روسيې او ايران ترڅنګ په پاکستان هم تور پورې کړى چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس ويلي : (( سره له دې چې روسيه او ايران ترهګرۍ ځپلي، اوس دا له عقل څخه لرې غير منطقي خبره ده چې دوى اوس په نورو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.))
د هغه په وينا، په نورو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کول، په دې معنا نه ده چې ترهګر به يو ځل بيا دغو هېوادونو ته زيان ونه رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې ايران او روسيې منلې چې د د اعش پر ضد د ګډې همکارۍ لپاره يې له طالبانو سره اړيکې لرلې دي، خو دې ډلې ته يې د وسلو ورکول رد کړي .
وسله والو طالبانو هم دا ادعاوې رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن