لښکرګاه (پژواک، ۸ تله ۹۶): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دکجکي ولسوالۍ د اوبو او برېښنا پر بند توغنديز بريدونه کړي، خوطالبان دغه بريدونه ردوي .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوم څارن عبدالسلام افغان د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه بريد تېره شپه شوی دى.
د هغه په وينا، د بريد موخه د اوبو بند و، خو توغندي په لږ لرې فاصله کې لګېدلي، مالي زيانونه نه لري، خو د کجکي بند يو مامور ټپي شوى دى.
افغان په دې اړه نور جزييات ورنه کړل، خو په ډاګه يې کړه چې توغندي د طالبانو له تر واک لاندې سيمو څخه توغول شوي دي.
يوه بله حکومتي سرچينه وايي، د توغنديو پاتې شونو او ټوټو څخه ښکاري چې دا توغندي ايراني دي او د ځانګړو موخو لپاره طالبانو ته ورکړل شوي دي.
د طالبانو وياند يوسف احمدي د کجکي پر بند توغنديز بريدونه ردوي او وايي چې دوی د برېښنا له بند او ټولې پروژې سره ډېر احتياط کوي او کوم مشکل نه ورته جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن