ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د عاشورا په مناسبت وينه ورکړل شوه

فراه کې د عاشورا په مناسبت وينه ورکړل شوه

author avatar
1 Oct 2017 - 10:16
فراه کې د عاشورا په مناسبت وينه ورکړل شوه
author avatar
1 Oct 2017 - 10:16

 فراه (پژواک، ٩ تله ۹۶): د فراه ولايت يو شمېر ځوانانو د عاشورا په مناسبت د يوه کمپيان په ترڅ کې ١٥٠زره سي سي وينه ورکړه .

 دغه کمپاين تېره ورځ د فراه په ملکي روغتون کې پيل شو .

 د وينې ورکوونکو په استازيتوب حاجي عزت الله نظري وويل ، يوازې په دې ورځ ماتم کول ددغې ورځې يادون نه دى ، بلکې له نورو اړمنو سره مرسته د دغې ورځې يادون دى.

 ده وويل چې د فراه ځوانانو اړمنو ته د وينې د ورکړې له لارې دغه ورځ ونمانځله.

د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وويل، دا يو نيک اقدام دى چې له دغې وينې څخه به د نورو اړمنو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو ټپيانو ته ترې هم ګټه واخيستل شي .

 ددغه کمپاين يوتن ګډون وال مهمدي پژواک ته وويل، د وينې ورکړه نه يوازې ثواب دى، بلکې له نورو سره خواخوږي، يووالى او له ټپي امنيتي سرتېرو سره مرسته هم ده

 د چارواکو په وينا، په دغه کمپاين کې د فراه ٣٠٠ځوانانو ګډون کړى و چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زره سي سي وينه راټوله شوه .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.