ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وښود

حکمتیار په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وښود

author avatar
2 Oct 2017 - 09:13
حکمتیار په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وښود
author avatar
2 Oct 2017 - 09:13

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار وايي، له طالبانو سره بايد خبرې وشي او په قطر کې د هغوی د سياسي دفتر بندول هېڅ ګټه نه لري.

د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار دغه څرګندونې په کابل کې له ځينو قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې کړې دي.

هغه زياته کړې، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر بندول به يو غلط اقدام وي او دوى يې ملاتړ نه کوي.

د حزب اسلامي امير وايي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د اړيکو ټينګولو لپاره يو ښه ادرس دی او له دغه دفتره بايد د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره ګټه پورته شي.

د حکمتيار په وينا، له طالبانو سره د جګړې دوام د حل لاره نه ده او هېڅوک نه شي کولی د جګړې له لارې خپل سيال وځپي، له هغوی سره بايد د سولې خبرې پيل شي او معقولې غوښتنې يې ومنل شي.

د حزب اسلامي مشر پر طالبانو هم غږ وکړ چې د خبرو مېز ته کېني؛ ځکه د ده په وينا روانه جګړه ګټونکی نه لري او د پرديو د ګټو لپاره ترسره کېږي.

حکمتيار طالبانو ته په خطاب کې دا هم وويل چې رادې شي او د حزب اسلامي په څېر دې د سولې او مذاکراتو لار غوره کړي او له جګړې دې لاس واخلي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نيويارک کې له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال د طالبانو د قطر د دفتر پر بندولو هم  خبرې اترې کړې وې.

دغه دفتر څو کاله مخکې د امريکا په همکارۍ جوړ شوى و، خو هغه مهال ولسمشر حامد کرزي ورسره کلک مخالفت کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.