پل علم (پژواک،١٠ تله ٩٦): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې دواړه لورو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ په ډبر سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د صالح د معلوماتو له مخې د طالبانو د ډزو له امله درې ملکي وګړي او دوه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
خو هغه زياته کړه چې دا مهال د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي او وضعيت کنټرول کې دى او طالبانو يو شمير وسلې او چاويدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ډبر سيمې اوسيدونکي عبدالصمد هم ياده جګړه تاييد کړه.
خو هغه وويل چې په دې جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
څرخ د مرکز پل علم په ٣٠ کيلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر ولايت د نا امنو سيمو څخه شميرل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن